کور / تازه خبرونه / د سیاحت وزارت یو ځل بیا په فعالیت پیل کوي

د سیاحت وزارت یو ځل بیا په فعالیت پیل کوي

ولسمشر اشرف غني د صادر سوي فرمان ، یو شمیر نیوکو او د پارلمان د تاييد وروسته؛ غلام نبي فراهي د سیاحت د نوي وزیر په توګه ټاکل سوئ دئ . 


د سیلانیانو خوندیتوب او تاریخی سیمو ته لاس رسی ددې وزارت لوی ننګوني بلل سوي دي. تیر کال د هرات په ولایت کي د بهرني سلانیانو پر يوه ډله وسلوالو برید کړئ وو چي په ترڅ کي یي مرګژوبله هم اړولې وه .


افغانستان ته د سیاحتیانو جلب او دلته اړوند اسانتیاوي برابرول کولائ سي چي زیاتره بې وزګاره وګړو ته د کار زمنینه برابره او د هیواد سیاحتي سکتور ته نور هم پرمختګ ورکړي .

افغانستان د طبعي ښکلاوو ترڅنګ؛ پر یوه وخت څو اقلیمونه هم لري چي بیلابیلو ذوقونو سیاحتیان را جلب کولائ سي . 
د نړۍ زیات شمیر هیوادونه د خپل اقتصاد لویه برخه د سیاحتي سکتور په مټ پوره کوي .