کور / تازه خبرونه / UN:د زندانیانو د نه شکنجه کولو ژمني لا تر اوسه د کاغذ پر مخ پاته دي

UN:د زندانیانو د نه شکنجه کولو ژمني لا تر اوسه د کاغذ پر مخ پاته دي

د ملګرو ملتونو د يو څیړنیز راپور له مخي؛ د زندانیانو وهل او شکنجه کول اوس هم په پراخه پیمانه وجود لري.

پدي راپور کي د تیرو دوو کالو په ترڅ کي د هیواد له ۶۲ زندانو څخه د  ۴۶۹ 
زندانیانو سره خبري سوي .

۳۹ سلنه زندانیان د پولیسو، امنیتي چارواکو او د زندان د کارکوونکو څخه شکایت لري، دوي وايي چي ناسم چلند ور سره کیږي او په يو او بل ډول شکنجه او زهیرول کیږي .


دا پداسي حال کي چي د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په عیني څیړنیز راپور کي هم ۳۵ سلنه زندانیانو ورته شکایت درلود. 

د راپور پایلي ښيي چي د ولسمشر غني ژمنو او د نويو قوانينو طرح کول يواځي د کاغذ پر مخ پاته سوي او د زندانیانو د حالت په ښه کیدو کي يې کوم ښکاره اثر او اغیز تر اوسه لا نه دئ درلودلئ .