کور / تازه خبرونه / مسکو د تهران په مټ د وسلوالو ملاتړی او د سولي د رواني غونډي کوربه دئ

مسکو د تهران په مټ د وسلوالو ملاتړی او د سولي د رواني غونډي کوربه دئ

مسکو د ایران پذریعه طالب وسلوالو ته وسلې او مهمات چمتو کوي. دا څرګندوني نن امریکايي تقاعد سوي جنرال جک کېن د فوکس نیوز سره په يوې تازه مرکه کي وکړلې.

د جک د څرګندونو په اړوند؛ د امریکا د دفاع وزیر، جیمز مټیس؛ کابل ته د يو ناڅاپي سفر په ترڅ کي؛ د دوشنبې په ورځ  په یوه خبري کنفرانس کي روسیه د طالبانو سره په پټو مرستو تورنه کړل .

د امریکا د تقاعد سوي جنرال جک په وینا؛ روسیه په دې ډول غواړي چي د ایران په همکاري؛ امريکايي پوځ ته خنډونه را منځته کړي او دې ته يې مجبور کړي چي نور له افغانستانه څخه خپلي پښې سپکي کړي . 

د جک د څرګندولو څخه ښکاري چي روسیه هغه پاليسي مخته بیايي؛ کوم چي د امريکا له لوري پر افغانستان د روسي يرغل په وړاندي د امريکا له لوري مخته بیول کیدل؛ د مجاهدینو لاسنوی د سره پوځ په مقابل کي .

 د څیړونکو په باور؛ افغانستان په تیرو څلورو لسیزو کښي د سترو پوځونو د ازمايني لابراتوار ګرځیدلئ؛ چي ورسره مجموعا میلیونونه بي ګناه ولس هره ورځ خپل ژوند د لاسه ورکړئ او ورکوي يې.

 

د ایران پاليسي:
د څیړونکو په باور؛ د ایران له لوري په افغانستان کي د وسلوال طالبانو د ملاتړ پالیسي؛ د طالبانو د رژیم د وخت د پالیسۍ سره په ټکر کي راځي. ایران د طالبانو د رژيم پر وخت د شمالي ټلوالي قومندانانو ته؛چي وخت پر وخت د افغان حکومت لوړ پوستونه تشکیلوي؛ سپک او درانه پوځي مهمات استول تر څو د طالبانو رژیم نسکوره سي. دا چي  په سیمه کښي امريکا حضور د ایران دپاره یو ګواښ ګڼل کیږي؛ نو ایران د خپل لوی دښمن؛ امریکا؛ د ماتي په ملاتړ د خپل نسبتا کوچني دښمن؛ طالبانو؛ د بیرته تمویلولو پالیسۍ ته ترجیه ورکوي.

 

مسکو د سولي د خبرو کوربه :

مسکو پخپل وار د دریم ځل لپاره؛ د افغان-سولي د خبرو اترو یوه شپږ-اړخیزه غونډه رابللې  چي د افغانستان، هند، چین او پاکستان تر څنګ د امریکا متحده ایالات هم را بلل سوې؛ خو سپيني ماڼۍ او وسلوالو طالبانو ددې خبرونو اترو سره په خپلو اولو تبصرو کي خپل پریکون ښوولئ . د سولي د خبرو-اترو دا غونډه به نن چهارشنبه او سبا دوام وکړي چي پکښي د افغانستان او سیمي د امنيت او د طالبانو سره د افغان حکومت د جوړي-روغي خبري کیږي.

د یو بل خبر له مخي، پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په مسکو کي ؛ د سیمي پر امنیتي چارو  خبري او کتنه وکړه .کرزی به نن او سبا په مسکو کي د سولي او امنیت په غونډه کښي هم ګډون وکړي .


 

 

 

 

 

 

 

 

ژباړه او لنډیز: خاکسیر