کور / تازه خبرونه / شمال ختیځ زون کي تعرضي عملیاتو مرګژوبله اړولې

شمال ختیځ زون کي تعرضي عملیاتو مرګژوبله اړولې

په شمال ختیځ زون کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان سوي دي . 
سیمه ییز چارواکي وايي ، په کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په تعرضي عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان دي .
کندوز مرکز اړوند ، یو تن وژل سوی او ۲ نور ټپیان دي .
بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې ۴ تنه وژل سوي او ۲ نور ټپیان دي .
د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په القناق کلي کې ۲ تنه وسله وال وژل سوي او ۳ نور پټيان دي .