کور / تازه خبرونه / ننګرهار : ۳۱ داعش وسله وال ووژل سول 

ننګرهار : ۳۱ داعش وسله وال ووژل سول 

ننګرهار ولایت په نازیانو او اچین ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو له امله ۳۱ داعش وسله وال وژل سوي او یو بل ټپي سوی دی .
د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د نازیانو ولسوالۍ په په سپین ژۍ سیمه کې د هوایي برید له امله ۲ داعش وسله وال وژل سوي او د دوی یوه مخابراتي دستګاه هم تخریب او لمنځه تللې .
همدا راز د اچین ولسوالۍ د مامند درې په باندر سیمه کې د هوایي برید له امله ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې ملکي وکړو ته کوم زیان ندی اوښتی .