کور / تازه خبرونه / زاخیلوال : پاکستانۍ پوځ او رسنۍ يې دوه مخي معلومات ورکوي

زاخیلوال : پاکستانۍ پوځ او رسنۍ يې دوه مخي معلومات ورکوي

لراوبر ملي اردو

عمر زاخیلوال؛ په پاکستان کي د افغانستان لوی سفیر، د پاکستاني پوځ او رسنیو ناسم معلومات رد او د حقیقته لیري وبلل.

پاکستاني رسنیو پخپلو سرلیکونو کي هغه اعاء په غټو تورو خپره کړې چي وایي؛ په لقمان کلي او د ډیورنډ پر کرښه د نښتي پر مهال یې ۵۰ افغان پوځيان وژلي او تر ۱۰۰ ډیر ټپیان کړي دي .

زاخیلوال وویل چي يوازي دوه افغان پوځيان وژل سوي او ۷ نور ټپیان دي، د نوموړي په وینا؛ د یوه مسلمان-نامي ګاونډي له لاسه د دوو پوځيانو وژنه هم پر ډیر حساب ده او د توقع څخه لیري ده.

د افغان او پاکستاني سرحدي پوځ نښته د جمعي په ورځ پداسي حال کي و نښتل چي پاکستاني پوځ د تیر په څیر په بې شرمانه ډول افغان خاوري ته د نفوسو ثبتولو د ټیم سره پوځيان رالیږلي وه او د افغان پوځ له خوا تر دریدلو وروسته يې پر افغان پوځیانو اولنۍ ډزي هم پیل کړلې.

په سیمه کښي زرګونه ولسونه او کورنۍ له خپلو کورونو څخه کډي کولو ته ځکه اړ کړل سوې؛ چي پاکستاني پوځ توغندۍ د دوی پر کورونو را غورځولې .

د سپین بولدک او ویش نومي سیمه چي د ډورنډ پر کرښه پرته ده؛ د پاکستاني پوځ له لوري د طالبانو د رژیم د ړنګیدو او د نوي حکومت د راتلو په ورځو کښي څو کیلومتره غصب سول چي سمدستي يې همدلته نوې د دوستۍ په نامه دروازه هم جوړه کړل. پاکستان د ډیورنډ کرښي په نورو برخو کښي هم په بې شرمانه کړنو؛ ځنګلونه وهلو او توغوندۍ راغورځولو، تورن دئ .

د شنونکو په اند؛ افغان دولت دي د ډیورنډ په غاړو کښي د پاکستاني پوځیانود بې شرمانه حرکتانو په مقابل کي له پوره هوښه کار واخلي او پاکستان دي نړیوالو محکمو ته راکش کړي؛ تر څو د ډیورنډ کرښي ته نژدې ولسونه نور د پاکستاني پوځ د توغندیو ښکار او له خپلو کورونو پرې ښوولو ته اړ نه کړل شي .

 

لنډیز : خاکسیر