کور / تازه خبرونه / سرتاج عزیز: ایران او افغانستان زموږ وروڼه دي

سرتاج عزیز: ایران او افغانستان زموږ وروڼه دي

د پاکستان د لومړي وزیر مشاور، نن چهارشنبه، د ایران د تازه خبرداري په جواب کښي د ایران تر څنګ افغانستان ته هم د ورور هیواد خطاب وکړ.

د ایران لوی پوځي جنرال محمد حسین، پاکستان ته تازه خبرداری ورکړ چي که په ګډو پولو؛ ډیورنډ کرښي ته څیرمه؛ کښي د وسلوالو او قاچاقي خلګو د مخنیوي هڅي و نه کړي، نو ددوی پوځ به یې د نیولو دپاره د پاکستان خاوري ته ور ننوځي .

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي په لقمان کلي کښي تر نښتي وروسته خرابي سوې؛ چي پاکستان يې په ترڅ کښي د چمن پوله هم د تګ راتګ پر مخ وتړل؛ چي اوس يوازي د ناروغانو پر مخ خلاصه سوې ده.

د یو بل خبر له مخي؛ پاکستاني چارواکي وايي چي د لقمان کلي پر موضوع اوس د Google Maps په ذریعه دا جوتوي چي لقمان کلی د ډیورنډ په کومي خوا پوري اړه لري . د ډیورنډ کرښه، د افغانستان د  وخت د هر حکومت له لوري یو فرضي خط بلل سوئ چي دواړو خواوو ته يې یو ولس ژوند کوي او د ولسونو ترمنځ هیڅکله د پولي په توګه نه منل کیږي .

 

لنډیز: خاکسیر