کور / تازه خبرونه / دوولس کلن Google Maps د ډیورنډ کرښي په سپيناوي کي یقیني رول نه سي درلودلائ

دوولس کلن Google Maps د ډیورنډ کرښي په سپيناوي کي یقیني رول نه سي درلودلائ

د راپورونو له مخي، د کندهار اړوند؛ سپین بولدک؛ د لقمان او نظر کلیو د موقیعت معلومولو څیړنه؛ چي د ډیورنډ په کومي خوا کښي واقع دي؛ د افغان او پاکستاني اړخونو د یو ګډ پلاوي له خوا بشپړه او مرکزي حکومتونو ته لېږل سوې ده.

د راپورونو له مخي دا څیړنه تر ډیره د Google Maps پذریعه مخته بیول سوې ده . دا پداسي حال کي چي د ډیورنډ کرښي ډیري نقطې چي فعلا د افغان حکومت تر ولکې لاندي او د کرښي پدېخوا پوري اړه لري؛ د Google Maps د ناسمو معلوماتو له مخي د پاکستان برخه ښودل کيږي؛ چي د Google Maps د رضاکارانو پر ناسمو معلوماتو دلالت کوي.

د کره معلوماتو له مخي، د کندهار د سپین بولدک او ویش نومي سیمه چي د ډورنډ پر کرښه پرته ده؛ په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کي د پاکستاني پوځ له لوري د طالبانو د رژیم د ړنګیدو او د نوي حکومت د راتلو په ورځو کښي د فرصت څخه په ګټه اخیستنه څو کیلومتره غصب کړل سول چي سمدستي همدلته د پاکستان له لوري نوې د دوستۍ په نامه دروازه هم جوړه کړل سول؛ چي پدې سره Google Maps د پاکستان د ۲۰۰۱ کال د فرصتي غصب څخه هم ناخبره دئ .  

Google Maps د يو امريکايي شرکت؛ ګوګل؛ یوه څانګه ده چي دوولس کاله مخکي د ۲۰۰۵ زیږدیز کال د فیبروي پر ۸مه نیټه يې په فعالیت پیل وکړ .د شنونکو په اند  د Google Maps د نقشو اړوند معلومات او ډاټا تر ډیره حده د رضاکارانو په مټ ترتیب سوې ده او د ډیورنډ د فرضي کرښي د کره ترسیم په سپيناوي کښي یقیني رول نه سي درلودلائ.

 

خاکسیر