کور / سياسي / دکابل غمیزه محشر وو که کربلا!؟

دکابل غمیزه محشر وو که کربلا!؟

 

دیپلوم انجینره ګلابه سبا رسولي

د افغان حکومت د لومړنیو خو کره مالوماتو له مخې د کابل په پروني برید کې نږدې سل تنه شهیدان او تر پنځه سوه ډیر نور زخمیان شول.

برید د کابل ښار په زړه او تر ټولو خورا با امنه سیمه کې چیرته چې بهرني سفارتونه او مهم دولتي ادارې موقعیت لري ترسره شو.

داسې وویل کیږي چې برید د ټانکر موټر په وسیله چې د کوم بهرني سفارت کارت هم درلود، د ذنبق څلور لارې دبهرنیو چارو وزارت سړک ته ننوځي او په څو دقیقو کې د کابل معتدله هوا او بشپړ امنیت لرونکې سیمه په کربلا اړوي.

دا به په کابل او ولایتونو کې لومړنی او نه هم اخري برید وي ، دا لړۍ دوام لري او ترڅو چې حلقه بګوش او غلام جاسوسان د نظام په بطن کې د خپل ناموس او مور سره خیانت کوي او په پردیو یې د یو څو پیسو او یا هم اقتدار په موخه پلوري دوام کوي.

دولت مشر اعلان وکړ چې برید په پاکستان کېسازماندهی او د حقاني شبکې له لورې ترسره شوی.

که ولسمشر ته واقعآ د بې ګناه افغانانو وینه ارزښت ولري نو د کابل په ګڼو زندانونو کې د یونس حقاني په شمول ګڼ شمیر ترهګر او د نظام په داخل کې ټول وطن پلورونکې او د ترهګرو ملاتړۍ د کابل په دروازو او په عام محضر کې په دار وځړوي او اعدام يې کړي.

افغان ولس ته په کار ده چې ددې بدمرغې او پردۍ جګړې پروړاندې ملي دریځ غوره کړی ، مونږ باید په یوه غږ دخپلو امنیتي او دفاعيي ځواکونو سره ودریږو ، نور ددې وخت راغلی چې په هوښ راشو او په دولت فشار راوړو چې پراشتوتي او ماشوم جنرالان چې تاسې د قدرت په خاطر په خلکو حاکموي زمونږ د وژنې د دوام باعث کیږي.

حکومت او ملي شورا ته په کار ده چې د امریکا سره په شوي امنیتي تړون هم غور وکړي ځکه دا تړون پرته لدې چې مونږ ووژنې بله ګټه یې مونږ ته نده رسولې.

امریکایان او ددوي غلامان په خپلو اډو کې ناست او د زمونږ د قتل او وژنو لپاره پلانونه جوړوي او دوی یې یوازې ننداره کوي.

دکابل دایم الخمره امنیه قوماندان په ډیرې بې شرمۍ وايې چې په موټرکې ندي لیکل شوي  چې زه ځانمرګی برید کوم.

پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب شل کاله پخوا په هره غونډه او مجلس کې دا خبره په کراتو تکراروله چې دا جنګ د پردیو جګړه ده او قربانیان یې یوازې مونږ افغانان یو.

ارواښاد نجیب وویل چې امریکايي ، عرب او پاکستانی د خپلو غلامانو په مرسته او مټ زمونږ خلک وژني خو مونږ ته نجیب کافر او مکار ولسمشر ښکاریده.

نو ورڼو افغانانو !

لکه څنګه چې ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل مونږ باید ددولت سره په یو صف کې ودیږو او د روان ناورین څخه ځان د تل لپاره خلاص کړو.

داجنګ پردی دی نو د پردې جنګ د ګټولو لپاره زمونږ اتحاد او اتفاق خورا مهم دی، ترهګرپوله ، سرحد او دین نه پیژني هغوې خلک وژني او زمونږ دمرګ جواز ورته د ګاونډي هیواد له لورې ورکړل شوی مونږ باید ددې ابن غلام پر وړاندې خپله لیکه او صف خورا پیاوړی کړو او د وطن یا کفن شعار عملي کړو.

تردې سخته ورځ نشته همدا پرون محشر وو په کابل کې په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کیناستې او ددې څخه د خلاصون یوازې یوه لاره ده زمونږ او ستاسې یوالی او د ترهګرو او دهغوې د مزدو جاسوسانو او ملاتړو افشاء او د اعدام غوښتنه .