کور / هراړخیز / د يعقوب ليس پاچاهي

د يعقوب ليس پاچاهي

Larawbar.com

Larawbar.com

ژباړه: رفيع الله روشن

یعقوب ليس صفاري يوه شپه چې هر څومره هرڅه يې وکړه خوب ورنغی، نو يې خپلو غلامانوته وويل: هرو مرو په چا باندې ظلم شوی دی او هغه کس باید پيدا کړئ.

تر پلټنو وروسته غلامان بېرته راغلل اوورته ويې ويل: 

سلطانه! سلام دې ويې پر تا موږ خو کوم شکایت کوونکی پیدا نکړ.

مګر سلطان بيا خوب وېنوړ،بالاخره پخپله پورته شو، اوپه بدلو او عادي کاليوکې له ماڼۍ څخه ووت، دخپلې ماڼۍ شاته يې د يو چا فرياد تر غوږه شو، چې ويل يې :

 ای خدایه! يعقوب قرار په خپله ماڼۍ کې په خوشحالۍ ناست دی اوله ماڼۍ څخه بېرون يې داسې ظلمونه کېږي.

پاچا وويل څه وايي، ظلمونه او زما په ځای کې؟!

ووايه څه شوي چا په چا ظلم کړی دی زه همدې پسې راغلی یم ترڅو معلومه کړم چې څه شوي دي؟

سړي وويل:

ستاپه کسانو کې يو دی نوم يې نه راځي،هره شپه راځي اوزما پر مېرمن له شکنجې اوځورونو وروسته تېری کوی.

پاچا پوښتنه وکړه هغه اوس چېرته دی؟

سړي وويل:

 شايد اوس تللی وي.

پاچا وويل هر وخت چې راغی ما خبره کړه او دغه سړی يې دماڼۍ ساتونکيو ته معرفي کړ ورته ويې ويل، هرکله چې دغه سړي غوښتل تر مايې را ورسوئ،حتی که په لمانځه هم ولاړ وم.

يوه شپه وروسته بیا هغه متجاوز يا تيری کوونکی دهغه فقیر کورته ورغی او فقير په چټکۍ د پاچاپه لوري منډه کړه، يعقوب تورله له تيکي  ووېسته او روان شو،دهغه سړی دکور په خوا کې يې دهغه تېري کوونکي غږ واورېده، امر يې وکړ چې د کور ټول څراغونه مړه کړئ،همداسې وشول،ترهغې وروسته يې هغه ظالم په توره وواژه،بيايې وويل:

څراغونه روښانه کړئ،کله چې څراغونه روښانه شول پاچا په سجده پرېوت او بيا يې د کور خاوند ته وويل:

 که يوه پارچه ډوډۍ مو په کور کې وی نو رايې وړه ډېر وږی شوی یم.

فقير بلې خونې ته ننوت او يوپارچه ډوډۍ يې راوړه،کله چې يې ډوډۍ ورکړه له پاچا څخه يې د څراغونو د مړه کولو،روښانه کولو او سجدې کولو لامل وپوښت.

پاچا ځواب ورکړ:

 په هغه شپه چې زه ستا له حال څخه خبر شوم نو له ځانسره مې وويل چې زما په پاچاهۍ کې هېڅوک هم دداسې عمل جرئت نشي کولای مګر خپل زوی می،نو ځکه مې وويل چې څراغونه دې مړه شي  ترڅو د پلارتوب مينه ددې مانع نشي چې عدات پلی کړم، کله چې څراغونه روښانه شول ومې ليدل چې کوم بیګانه کس دی نو د شکر سجده مې وکړه.

او ډوډۍ مې ددې لپاره درڅخه وغوښته کله چې په هغه شپه له دې واقعې څخه خبر شوم ،نو له الله جل جلاله سره مې ژمنه وکړه،ترڅو ستا ددې مظلوم بنده دحق پوښتنه ونکړم او غچ يې وانخلم نه به په اوبو څکه وکړم اونه هم په ډوډۍ،نو هماغه و چې تر اوسه می هېڅ نه ول خوړلي او نور له لوږې ګرځېدلی نشوم.