کور / علمي / لوی فرانسوي پښتو قاموس آنلاين سو

لوی فرانسوي پښتو قاموس آنلاين سو


 فرانسوي ژبه د نړۍ له مهم ترينو ژبو څخه يوه ده. د نړۍ تقريبا ۲۷۴ مليونه انسانان په ۵۰ هيوادونو کي په دغه ژبه خبري کوي. د نړيوالي دپلوماسۍ له پاره دغه ژبه بيا هم يو بې ساری مقام لري. د دې تر څنګ دغه ژبه د هندو اروپايي ژبو د روماني ډلې يوه مهمه غړې ژبه ده، چي د دغي ژبي زدکړه د يادې ډلې د نورو ژبو لکه هسپانوي زدکړې ته هم لاره هواروي. فرانسه چي د آلمان وروسته د اروپايي اتحاديې تر ټولو مهم غړی هيواد بلل کيږي، پکښي رسمي ژبه همدغه فرانسوي ده. د اروپا او د فرانسې سره د افغانستان د اړيکو له کبله دغه ژبه د افغانستان له پاره زيات اهميت لري.

د يادو او ګڼ شمېر نورو وجوهاتو له کبله د پښتنو او پښتو له پاره هم فرانسوي ژبه او فرانسوي قاموسونه زيات مهم دي. ښاغلی ډاکټر محمد اکبر وردګ لومړی کس ؤ چي زیات کالونه تر مخه يې د فرانسوي ژبي اهميت احساس کړی او د پښتو فرانسوي او فرانسوي پښتو قاموسونه يې ليکلي ول. په تيرو لسو کالو کي ښاغلي ډاکټر صاحب اکبر وردګ د خپلو پخوانيو قاموسونو په لا پراخولو او پياوړي کولو کار وکړ چي لومړی يې پښتو فرانسوي قاموس نوی وليکی او اوس دا دی فرانسوي پښتو نوی قاموس يې هم بشپړ کړ. په دواړو مواردو کي نوموړي د خپلو مخکنيو قاموسونو د حجم د تقريبا په څلور چنده زیاتولو کي بريالی سوی دی.

ښاغلي وردګ د فرانسوي پښتو قاموس پر دغه بڼه د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په مياشت کي د قاموسونه ټکی کام د پروژې په چوکاټ کي کار پېل کړ. دا د هغه څخه په سمدلاسه توګه وروسته چي هغه خپل پښتو فرانسوي قاموس بشپړ کړ. نوموړي پر فرانسوي پښتو قاموس تر ۳ کالو زيات وخت کار وکړ او په دې وتوانېدی چي د خپلو مخکنيو قاموسونو په تعقيب يو ځل بيا پښتو ژبي ته يو داسي قاموس ډالۍ کي، چي د پښتو قاموس ليکونکو له پاره يو معيار ټاکونکی او مثالي قاموس دی. ډاکټر صاحب په دغه قاموس کي تر ۴۱ زرو څخه زيات فرانسوي لغتونه و پښتو ته ژباړلي دي.

د فرانسوي پښتو دغه قاموس په دې وجه هم د راتلونکو قاموس ليکونکو کار آسانه کوي، ځکه چي پکښي زيات داسي فرانسوي لغتونه په پښتو ژباړل سوي، چي معادلونه يې د انګليسي پښتو او نورو بهرنيو ژبو او پښتو په قاموسونو کي نسته. په دې توګه نو که د بېلګی په توګه که يو څوک په راتلونکي وخت کي د انګريزي پښتو نوی قاموس ليکي، نو د فرانسوي پښتو دغه قاموس به يې زښت زيات کار آسانه کړي، ولي چي زيات هغه انګليسي لغتونه چي تر مخه په هيڅ کوم پښتو قاموس کي نه ول موجود او نه ول ژباړل سوي، د فرانسوي پښتو دغه قاموس په مرسته آسانه ترجمه کيدلای سي.

د ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ دغه تازه بشپړه سوی قاموس پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوی دی. د ژبو او علم د ټولو مينه والو څخه خواست کوم چي د ډاکټر صاحب او د هغه د ټولې کورنۍ او بچيانو له پاره د دنيا او آخرت زياتي دعاوي وکړي. کوم خدمت چي ډاکټر صاحب د خپلو ۴ قاموسونو په ليکلو د پښتو ژبي له پاره کړی دی، نه يې په پخوانيو وختونو کي ساری سته او نه به ښايي په راتلونکي وختونو کي د دی ساری پيدا سي. قاموس ليکنه د عملي ژبپوهنې هغه ډګر او دسپلين دی چي په اصل کي ورته انستيتيوتونه او د کارپوهانو ډلې مؤظفه کيږي. خو دا چي د افغانستان يو عاليقدر علمي شخصيت په يوازي سر دومره مهم څلور قاموسونه په يوازي سر او د ټولو روغتیايي ستونزو باوجوده بشپړه کوي او هغه هم په داسي يو بېساري معيار چي په هيڅ ډول د بډايه انستيتيوتونو تر کار کم معياري نه دی، نو دا د ټول افغانستان له پاره د وياړ ځای دی.

الله دي ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ ته د خپلې دغې ستري علمي کارنامې په بدل کي د دنيا او آخرت ټولې ښادۍ او خوشالۍ ورپه نصيب کړي، الله دي هغه ته روغ صحت ورکړي او الله دي يې تر آخرت پوري ټول اولادونه په خپل امان کي وساتي. آمين

احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
۲۰۱۷ کال د می ۲۹مه نېټه، بون
_____________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه

د قاموسونه ټکی کام د ټولو اعلانونو ليسټ: http://bit.ly/2fZf7dO