کور / شعر / خونړۍ روژه ـ منظوم نکل

خونړۍ روژه ـ منظوم نکل

سپين سرې راغله يو بازار ته د يو ښار
داسي مصروف ته چي د تګ نه وه پر لار
وړه انجلۍ يې وه نيولې دې تر لاسه
ستړې هلاکه وچه کلکه له افلاسه
کله چي ولاړه د دفتر و دروازې ته
د يو صراف تجارتي دفترخانې ته
سړی يو ناست ؤ له څهرې لا مهربان ؤ
ښايسته يې ږيره ښايسته غوندي انسان ؤ
صراف چي وليدله ښځه نو ګويان سو
دفتر کي ناست يوه زلمي ته په بيان سو
پيسې دا واخله حجاڼۍ ته يې بيا ورکړه
که تږې وي ورته اوبه هم پاکي ورکړه
ښځي ويل خيرات نه غواړم زما وروره
زياته روزي دي سه لا زیاته او لا نوره
پوره يو کال مخکي چي دلته شور ماشور ؤ
د اختر شپه وه پر بازار د خلکو زور ؤ
پټاؤ چي وسو کله دلته پر بازار
تاسو هغه ورځ ايا وليد کوم ازار؟
سړي ويل ازار به څه چي قيامت ؤ
د آدمزادو په دا ورځ لوی هلاکت ؤ
دغه هلک چي وينې زما سره په کار کي
پلار يې مرزا ؤ زما هغه په دې بازار کي
مرزا مرحوم رشتيا يو ډېر ښه مسلمان ؤ
دی تقوادار ؤ او حافظ هم د قرآن ؤ
په هغه ورځ مي ؤ لېږلی نژدې بانک ته
پيسې چي ولېږي هغه هيواد هانګکانګ ته
فرض روژه کي چي بيا وسوه دا چاودنه
دی قرباني ؤ هغه ورځ چي وه غمجنه
تر ليري ليري ول بل سوي سره اورونه
حتی هوا کي د مرغۍ سوځل پرونه
د اختر شپه نه چا ويل چي دا محشر دی
خوند له ژوند ولاړ له هغه ورځي خدای خبر دی
زما د مرزا پاته واړه واړه بچيان سول
بې سرپرست او مددګاره يتيمان سول
مشر يتيم ته می کار ورکړ پر بازار
تر څو ماړه کړي يتيمان پاته له پلار
ښځي ويل زوی مي لېږلی و درسو ته
خپل دا يتيم چي ښه انسان سي و کورسو ته
خو چا پر ګوتو ورته جوړ کړ کوم کشمير
هغه يې امر کړ چي کړي انسان زهير
مرګ ته به يې صبر کړم زړګی خو عاقبت
د دې هلک به څنګه وي په قيامت
سړي ويل پوه نه سوم څه وايې ته خوري
ستا د خبرو اشارې دي پر کوم لوري
ښځي ويل زوی چي زما ؤ په درسو کي
يو چا ليدلی ؤ په دغو بازارو کي
وروسته خبره سوم چي هغه ځان وژلی
او د خپل ځان سره يې نيم ښار دی سوځلی
هغه بدبخته يم زه مور چي زوی يې کړی
لوی خيانت انسانيت يې ازار کړی
اوس دا يتيمه راته پاته هم يې کونډه
درنه تر ټولو بيا يې ده د ازار پلنډه
نن يم راغلې دې بازار ته عفوه غواړم
زه خپل نادان زوی ته د خلکو بخښه غواړم
تر څو عذاب زما پر زوی د قبر کم سي
د يو مور زړه دی ګوندي لږ مي غم راکم سي
سړي ويل خوري ورځه کور ته روانه
بخښه که ماته وای يو کار هم کوم آسانه
د کوم کوم چا څخه به ته بخښنه غواړې
قربانيان ډير دي ته له پلوړو ستنه غواړې
فرض که ټول قربانيان وکړي ورته عفوه
بيا به هم ونه کړي هغه ته کومه نفعه
ولي چي هغه ورځ سوځلي حيوانان ول
پيشاني چرګي خسمانان او هم ميزيان ول
د خپل جنت حورو غلمانو په سوچو کي
وژني چي خلک بې ګناه بازار کوڅو کي
انسان خو پرېږده د حيوان به ازار څنګه
دا دوږخي جوابوي د بازار څنګه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۳۱مه نېټه

د ليکوال د نورو منظومو نکلونو ليسټ او لينکونه: http://bit.ly/2h9CRwc
__________________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه