کور / اقتصادي / د سولې په راوستو کې د سترو اقتصادي پروژو رول او آهمیت

د سولې په راوستو کې د سترو اقتصادي پروژو رول او آهمیت

Larawbar.com

Larawbar.com

بریالی نایاب

سوله او آمن چې یوه آلهي ډالۍ او د بشر تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه ګڼل کیږي همدا راز افغان ولس هم له تیرو دیرشو کلونو راهیسې د دې ستر نعمت لیوال او تږي دي، او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې بې شمیره قربانۍ ورکړي دي نن د دې وخت را رسیدلی ترڅو ټو افغانان لاسونه سره ورکړي او  د تل پاتې سولې لپاره نه ستړیکیدونکې هلې ځلې وکړي.

الله تعالی پخپل کلام پاک قرآن مجید کې فرمایلي دي (والصلح خیر)سوله بهتره ده  (فاصلحو بین اخویکم)تاسو د وروڼو ترمنځ سوله وکړی او په ډيرو نورو ځایونو کې یې هم دې موضوع ته اشاره کړې ده، په پورتني آیت کې چې فرمایلي دي د وروڼو ترمنځ سوله وکړئ نو ویلای شو چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي نو سوله د مسلمانانو ترمنځ فرض ګڼل کیږي، د همدې سترې موخې د ترلاسه کولو په پار افغان دولت د امنیت د ټینګیدو ترڅنګ په هیواد کې سیمه ئیزې او بین الحکومتي پروژې تر لاس لاندې نیولي ترڅو هغه هیوادونه چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد په نا امني کې لاس لري له افغانستان سره اقتصادي تړاو ومومي او د خپلو ګټو په خاطر په هیواد کې د روانو جګړو لمن را ټوله کړي او په هیواد کې تل پاتې او دایمي سولې ته لار هواره شي.

په همدې موخه یې له مرکزي آسیا څخه د جنوبي آسیا هیوادونو ته د بریښنا او ګازو د لیږد د پروژو پلي کیدو ته مټې رانغاړلي دي، چې د دې پروژو له ډلې څخه یوه هم له قرغزستان هیواد څخه پاکستان او افغانستان ته د سترې پروژې پلي کول دي د دې پروژې نوم هم کاسا -۱۰۰۰ نومول شوی چې پاکستان هیواد لدې لارې (۱۰۰۰) میګاوواټه بریښنا او افغانستان هیواد (۳۰۰) میکاواټه بریښنا له نوموړي هیواد څخه رانیسي(Central Asia to South Asia transmission line project) .

د پروژې اټکلیز لګښت ۱،۲ میلیارده ډالره ښودل شوی ، رغنیزې چارې یې ښایې د روان میلادی کال په پای او د راتلونکي میلادي کال په پیل کې شروع شي، ټاکل شوې ده چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ټولې چارې د ۲۰۲۰ میلادي کال په پای کې پایته ورسیږي او رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره د سیمې څلور هیوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان یو له بل سره د اقتصادي ګټو په لحاظ وتړل شي، چې داکار د دې سبب کیدلای شي په سیمه کې د آمن راوستو لامل شي.

کاسا-۱۰۰۰ پروژه د دې ترڅنګ چې د ملتونو د تړاو لامل به شي داپروژه به د ۲۰۰۰ په شاوخواکې مستقیم او ۵۰۰۰۰ په شاوخواکې غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي، نوښکاره خبره په هغه سیمه کې چې خلکوته کاري فرصتونه رامنځته شي او پانګونه وشي د بریښنا اسانتیاوې برابرې شي لرې نده چې ډیر شمیر په جګړه کې ښکیل ځوانان له جګړې څخه لاس په سر شي او د سولې راتلو ضامن شي.

داچې دا ډول سترې ملي پروژې کولای شي د سولې په راوستو کې خورا رول ولري نوځکه افغان دولت هم بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د سولې راوستل یې پداسې ټولګټو پروژو پورز تړلې دي. که چیرې دا ډول سترې ملي پروژې پلې کیږي ښکاره خبره ده چې په سیمه کې د امنیت په ټینګیدو او د سولې په راوستو کې به اساسي رول ولري خلکوته پکار ده چې د داسې ټولګټو پروژو پوره ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې د ځینو مغرضو کړیو او پردیو په لمسون راپورته شویو جنګي ډلو په خوله د داسې پروژو مخه ونیسي.

(CASA_1000 , TAP TAPI) پروژې به نه یوازې سیمه په اقتصادي او سوداګریز لحاظ سره ونښلوي بلکې په سیمه کې به فکري همغږي همپه پراخه کچه رامنځته کړي.

د یو سرلوړي ، آباد او سوله ئیز افغانستان په هیله