کور / تازه خبرونه / عبدالحنان منيب: د برېښنا بيه نه ده لوړه سوې

عبدالحنان منيب: د برېښنا بيه نه ده لوړه سوې

Larawbar.com

Larawbar.com
د ولايت مقام اداري مرستيال حاجي عبدالحنان منيب، د برېښنا رئيس انجنېر سيد رسول او د برېښنا رياست مرستيال امان الله فاروقي نن سهار په ولايت مقام کي د برېښنا د محصول په باب مطبوعاتي کنفرانس ورکړ.
د ولايت مقام مرستيال وويل: په دې وروستيو کي د کندهار ښار ځينو اوسېدونکو شکايتونه وکړل چي د برېښنا محصول زيات سوی دی. د دوی ادعا ده چي د برېښنا يو کيلوواټ په ۱۸ افغانۍ دی. اصلاً له ۲ کالو راهيسي د برېښنا محصول تر ۲۰۰ کيلوواټه پوري في کيلوواټ په ۳ افغانۍ دی، له ۲۰۱ څخه تر ۴۰۰ پوري په ۶ افغانۍ دی، ۴۰۱ څخه تر ۷۰۰ پوري په ۱۴ افغانۍ دی، له ۷۰۱ څخه تر ۲۰۰۰ پوري په ۱۸ افغانۍ دی او تر هغه لوړ په ۲۵ افغانۍ دی.
هغه زياته کړه چي د برېښنا په لګښت کي په نژدې ورځو کي لوړوالی نه دی راغلی. د کيلوواټ د استعمال تدريجي لوړوالی په اصل کي د برېښنا د زيات استعمال مخه نيسي او دا زموږ د غريبو هيوادوالو په ګټه دی.
ښاغلي منيب وويل: دا چي زموږ هيوادوال د لوړ مصرف توان نه لري او له غربت سره مخ دي، نو موږ بيا هم هڅه کوو چي په مرکز باندي اوسنی لګښت راکم کړو، څو زموږ له بېوزله هيوادوالو سره همکاري سوې وي.
نوموړي برېښنا رياست ته سپارښتنه وکړه چي ژر تر ژره ولايت مقام ته يو ليکلی پېشنهاد وکړي، څو د ولايت مقام له لاري پر مرکز فشار راوړل سي چي پر دې سربېره د برېښنا په محصول کي کمبود راولي.
د برېښنا رئيس انجنېر سيد رسول ډاډ ورکړ چي د برېښنا په لګښت کي هيڅ ډول زياتوالی نه دی راغلی او تر اوسه د کيلوواټ وروستي حد ته چي ۱۸ افغانۍ دی، هيڅوک نه دی رسېدلی. هغه زياته کړه چي د برېښنا د مصرف له زياتېدو سره د بيل لوړوالی اصلاً د خلکو په ګټه دی. نوموړي وويل چي د مرستيال والي د سپارښتني پر اساس به ولايت مقام ته وړانديز وکړي او له دې لاري به له مرکز څخه د لا زياتو اسانتياوو د مهيا کېدو غوښتنه وکړي.