کور / خبرتیا او پيغامونه / د بایزید روښان صراط التوحید چاپ سو

د بایزید روښان صراط التوحید چاپ سو

Larawbar.com

Larawbar.com

صراط التوحید د بایزید هغه اثر دئ، چي په عربي او پارسي ژبو ئې په (۹۷۸ هـ.ق.) کال کښلی دئ. دا اثر نوی په کندهار کي علامه رشاد خپروندویه ټولني، د پښتو ژبي د محتاط محقق او متن پوه استاد محمد معصوم هوتک له مقدمې، مقابلې، تحشیې او تعلیقاتو سره په کندهار کي خپور کړی دئ.

د بایزید روښان د دغه اثر (صراط التوحید) یوه نیمگړې نسخه په (۱۹۵۲ع.) کال د محمد عبدالشکور په زیار په پېښور کي چاپ سوې وه، خو دا چي نوموړی چاپ د یوې ناقصي او نیمګړي نسخې له مخي سوی وو او بشپړه نه وو، نو استاد محمد معصوم هوتک د صراط التوحید دغه متن د یوې بلي بشپړي نسخې له مخي له سره ترتیب کړی دئ، حاشیې، تعلیقات، په متن کي د راغلیو احادیثو، آیتونو په اړه وضاحت او هم ئې په متن کي  د ذکر سویو اشخاصو پېژندنه ورسره راوړې ده. د بایزید روښان دغه اثر د روښان پېر او روښانیانو په اړه د دې ساحې د محقیقو له پاره خورا نوي مواد لري. استاد ته د دوی د دې نوي تحقیق د چاپ مبارکي وایو او د اوږده عمر دعا ورته کوو.  

Larawbar.com