کور / سياسي / د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانسونه

د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانسونه

احسان الله آرينزی

 

 

 

 

 

د کابل نړیوال کنفرانس

سه شنبه د 2017م کال د جون شپږمه (1396 هـ – ش د جوزا یا غبرګولی 16) د کابل پروسې اوومه نوبتی غونډه جوړه شوه.

دا بهیر په کال 2011 کې د ترکیې په نوښت پیل شو چې غواړي له افغانستان سره مرستی او په دې هېواد او سیمه کې د سولې او ټینګار هڅې دي، د سیمې د هېوادونو تر منځ ډېرې او پیاوړی شي.

په دې لیکنه کې به ګران لوستونکي له 2001 څخه تر اوسه د افغانستان په هکله د 21 نړیوالو غونډو لنډ راپور وویني. د کابل اوسنۍ غونډه په دې لړ کې دوه وېشتم ځای لري چې تفصیل به یې وروسته په دې مقاله کې وکاږل شي.

د افغانستان په هکله نړېوال کنفرانسونه (2002 – 2016)

وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتو او نورو ملګرو هېوادونو د کال 2001 په پای کې په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو اسلامي امارت یې ړنګ کړ، دا هېواد له بیساری سیاسي یوازیتوب څخه راووت، ژر د بن ڼړېواله غونډه جوړه شوه چې د افغانستان له پاره یې لنډمهاله سیاسي تګلاره او زعامت وټاکل او نړېوالې مرستی یې جلب کړي. 

د بن له غونډې څخه تر اوسه پوری، لاندې سیمه ییز یا نړېوال کنفرانسونه (هېوادونه او ټولنې) جوړ شوې چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ډېر ارزښت لري:

1. د بن غونډه/ 2001م نومبر- دسمبر (1380 هـ ش– لیندۍ یا قوس). په دې بېړنۍ غونډه کې افغانستان ته د بهرنیو پوځیانو په استولو، د لنډمهاله ادارې په جوړښت او ځینو نورو ټکو هوکړې وشوې. دا غونډه په داسې شرایطو کې جوړه شوه چې افغانستان، دولت، ولسمشر، حکومت، اداره، پیسې او پولیس نه درلودل، ټول اداري او قانوني بنسټونه نړېدلی او خلک له بېساری بېوزلتیا، وزګارتیا، لوږی او فقر سره مخامخ وو. په حقیقت کې د افغانستان خلکو تمه درلوده چې دا غونډه به دا هېواد د اور او وینو له تالاب څخه د سولې، ټیکاو او ښه راتلونکي په لور په مخ بوځي.

په دې غونډه کې د افغانستان څلورو ډلو (جمعیت اسلامي یا شمالي ټلواله، قبرس ډله، پېښور ګروپ او روم ډله)، له ستونزو او پخوانیو دښمنیو سره – سره په 9 ورځو کې، د نړېوالو او امریکایانو تر فشار لاندې، د افغانستان له پاره د لنډمهاله ادارې، اساسي قانون، واکوېش،  ټاکنو او ډېرو نورو مهمو مسایلو په هکله، داسې پریکړې وکړېچې په هغه وخت کې د نوي افغانستان بنسټونه بلل کېدل؛ خو وروستیو پایلو وښوده چې دا هیلې بی ځایه وې. دې غونډې حامد کرزی د شپږ میاشتنۍ لنډمهاله ادارې د مشر په توګه ومانه.

2. د توکیو غونډه /2002م جنوری 21 – 22 (1381 هـ  ش – سلواغه یا دلو). په دې غونډه کې د افغانستان په بیاودانولو او اقتصادي مرستو خبري وشوې. له دې مخکې د بن غونډې د افغانستان خلکو ته د هېواد د بیاجوړونی او پرمختګ هېلې ورکړې وې. نړېوالی ټولنی د دې له پاره چې دې هېلو ته مثبت ځواب ووایي، د کال 2002 د جنوری په 21 په توکیو کې، د جاپان په کوربه توب د 50 مرستندویه هېوادونو غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو 5 کلونو کې له افغانستان سره 5.4 بلیون $ مرسته وشي.

3. د برلین غونډه / 2004م مارچ 31 (1383 هـ ش – وری یا حمل). په دې غونډه کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو په اوږدمهاله ژمنو ټینګار وشو. د افغانستان دولت له دې غونډې څخه وغوښتل چې داسې 12 بلیون $ مرسته ورکړي چې ډېره د دولت د بودجې له لارې مصرف شي.د برلین غونډې وویل چې د مسلکی مدیریت او د هر اړخیزه پرمختایي پروګرامونو د کمزورتیا یا نشتوالی له امله، د افغانستان دولت حتی د توکیو ټولې مرستی نه دي جذب کړی؛ نو نوی مرستی به څنګه په ځای ولګوی!

په دې غونډه کې د افغانستان چارواکو ژمنه وکړه چې د ولسمشری او ولسي جرګې ټاکنې به وکړي، له فساد سره مبارزه به  ګړندی شی، خصوصي برخې ته به ډېره ونډه ورکړي، په اداره کې به د ټولنې بېلابېلی ډلې ګډون ولری، د نشه یې توکو د کر او سوداګری مخه به ونیسي او هڅه به وکړي چې د (بن) پریکړي عملي کاندي. له دی ژمنو وروسته نړېوالی ټولنی د دریو کلونو له پاره د 8 بلیون $ مرسته په غاړه واخسته.

4. د لندن غونډه /2005م فبروری 26 – 27 (1384 هـ – ش – سلواغه یا دلو). په دې غونډه کې 55 هېوادونو او 15 نړېوالو ټولنو برخه اخستې وه. د افغانستان دولت دې غونډې ته د هېواد د لنډمهاله ملی پراختیا تګلاره وړاندې کړه. د لندن دوه ورځنیو غونډو وښوده چې افغانستان لاهم د نړیوالو له پاره د پام وړ و. د غونډی برخوالو (د افغانستان تړون) تصویب او د څو راتلونکو کلونو له پاره 10 بلیون $ مرسته اعلان کړه. 

باید وویل شي چې له (بن) څخه وروسته دا غونډه ډېره مهمه وه. دې غونډې د افغانستان دولت ته ګوته ونیوه چې پاکه، رڼه او ځواب ورکوونکی اداره جوړه او له نشه یي توکو او ترهګری سره مبارزه وکړي، له اداري فساد سره ډغرې ووهي، له نشه یي توکو او ترهګری (تروریزم) سره وجنګېږي او بشری حقونو خوندي کړي.

5. د روم غونډه / 2007م جولای (1386 هـ – ش – چنګاښ یا سرطان). په دې غونډه کې د افغانستان له قضایي سیستم سره په هر اړخیزو مرستو او د قانون په واکمنئ بحثونه وشول. په دې غونډه کې وویل شول چې دېرش کلنو جګړو د هېواد قضایي سیستم وران کړی او ډېر قوانین د هېواد اوسني اړتیاوې نه شي پوره کولای. په دې غونډه کې ګډون والو په افغانستان کې د قانون د واکمني او د قضایی سیستم د پیاوړي کولو په لارو چارو او په دې برخو کې په مرستو ټینګار وکړ.

6. د پاریس غونډه /2008م جون 16 (1387 هـ – ش – غبرګولی یا جوزا). په دې غونډه کې نړېوالې ټولنې د افغانستان د لنډمهاله ملي پراختیایی پلان ننګه وکړه او د افغانستان د دوایرو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې پراختیا په هکله خبرې وشوې. دا غونډه د کال 2008 د جون په 16 په پاریس کې د فرانسی او افغانستان ولسمشرانو نیکولای سرکوزي او حامد کرزی او د ملګرو ملتونو سرمنشی بان کی مون پرانستلی وه.

په دې غونډه کې د 65 هېوادونو او 20 نړېوالو ټولنو وزیرانو او استازو برخه اخستی وه. افغانستان له دې غونډې وغوښتل چې د بیا جوړولو او پراختیایی کارونو له پاره دې په 5 کلونو 50 بلیون $ ورکول شي. په دې غونډه کې امریکا د 10 بلیون $، ملګرو ملتونو د 1.5 بلیون $ او جاپان د 500 ملیون $ مرستو ژمنه وکړه او فرانسی او جرمني هم دا ومنله چې خپلی پخوانی مرستی به دوه ځلې ډېرې کړي.

7. د ماسکو غونډه /2009م  مارچ 8(1388 هـ ش وری یا حمل). دا غونډه د کال 2009 د مارچ په اتمه په ماسکو کې جوړه شوې وه. د غونډی عنوان داسې و: (د افغانستان بحران، د پراختیا ممکنه سناریوګانی) چې د افغان د معاصرو مطالعاتو دفتر او (نووستي) په ګډ زیار جوړه شوې وه.

په غونډه کې د افغانستان ګاونډیانو او نورو ګډون والو، په هېواد کې له ترهګړی سره د مبارزی په لارو چارو خبری او پرېکړی وکړې.

8. د هاګ غونډه /2009م (1388 هـ – ش). دا غونډه د هالند د پادشاه په غوښتنه د 70 هېوادونو او نړیوالو ټولنو د وزیرانو او استازو په ګډون، د ملګرو ملتونو په مشری په هاګ کې جوړه شوه. د غونډې نوم (په سیمه ییزه معادلاتو کې یوه هر اړخیزه تګلاره) و. 

ښه حکومت کول، اقتصادي پرمختیا، د امنیت پیاوړتیا، سیمه ایزه همغږي، د ترهګرو په ضد د امریکایي پوځیانو عملیات او له طالبانو سره د افغان دولت د مصالحی تګلاره هغه عناوین وو چې د هاګ په غونډه کې خبرې پرې وشوې.

په دې غونډه کې د حامد کرزي، هیلري کلینټن او د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی کای ایده په شان مهمو خلکو برخه اخستی وه. په دې غونډه کې د افغانستان د ټاکنو له پاره 119 ملیون $(امریکا 40 او اروپایي کمیسیون) مرسته وشوه.

9. د لندن غونډه /2010م جولای (1389 هـ ش چنګاښ یا سرطان). د لندن په دوهمه یو ورځنۍ غونډه کې افغان پوځي ټولګیو ته د مسوولیت د لېږد په بهیر او څرنګوالی خبرې وشوې. په دې غونډه کې هغه هېوادونو چې په افغانستان کې سرتیري درلودل او ځینو مرستندویه هېوادونو او ټولنو برخه درلوده. په دې غونډه کې د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ناکراره سیمو په ګډون د ډېرو سیمو امنیت په لاس کې واخلي. په عوض کې د غونډې برخه والو هم ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو له پاره په سلګونو ملیونه ډالر مرسته وکړي.

10. د کابل غونډه /2010 جولای (1389 هـ – ش چنګاښ یا سرطان). په دې غونډه کې د افغانستان دولت په دې هېواد کې د پرمختیا د بهیر د ښه والي، حکومت او امنیت په هکله خبرې وکړې او له نړېوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې خپلې 50% مرستی د دولت د بودجی له لارې ولګوي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو ټولنی په سرمنشی بان کی مون سربېره د نړۍ د اویاوو هېوادونو، سیمه ییزه او نړیوالو ټولنو او ماليموسساتو وزیرانو او استازو ګډون کړی وو. په دې غونډه کېلکه څنګه چې پخوا د لندن په غونډه کې پرېکړه شوې وه، دښې حکومتولۍ او ملي پراختیا په برخه کې د افغانستان ددولت کارونه او پروګرامونه وڅېړل شول.

په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وشو چې د افغانستان ادارهدې له نړیوالې ټولنې سره ښه ملګرتیا (مشارکت) وکړي،حکومتولي دې ښه شي، له اداري فساد سره دې مبازره وشي، دقانون واکمني او د بشري حقونو درناوی دې یقیني او له ترهګرۍاو نشه یی توکو سره مبارزه پیاوړې شي. په دې غونډه کې یوځلې بیا د افغانستان د مشرتابه په ملاتړ ټینګار وشو.

-11 د لزبن (پرتګال) غونډه/ 2010م نومبر 21 (1389 هـ.ش- قوس یا لیندۍ). په دې غونډه کې چې د حامد کرزی او د ملګروملتونو د عمومی منشی بان کی مون په ګډه مشری جوړ شوی وه،ناتو مشرانو د کال 2014 تر دسمبره پوری له افغانستان څخه دخپلو پوځونو په ایستلو خبرې وکړی. دې مشرانو د افغانستانجګړه د ناتو له پاره یوه (ناخوښه جګړه) وبلله.

د لزبن غونډی د افغانستان له پاره د لېږد تګلاره تصویب کړه چېله مخې به یې د افغانستان په بېلا بېلو ولایاتو کې امنیتیمسوولیتونه افغان ملی ځواکونو سپارل کیدل او د دی کار له پارهڅلور کاله وخت په پام کې نیول شو و.

په دې غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزی د امریکایانو شپنیعملیات په کلکه وغندل او د ملکي خلکو په وژنه یې خپګان ښکارهکړ.

د لزبن په غونډه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د جرمنید لومړی وزیری میرمن انګلا مرکل په شان مشرانو برخه اخیستیوه.

دې مشرانو هیله ښکاره کړه چې د افغانستان اوسنی وسله والپوځونه ((260000 نفر به تر یو کال پورې (300000) ته ورسويچې د افغانستان د امنیت ټینګار له پاره بس دي او دا وختراغلی چې ناتو او بهرني پوځونه ورو – ورو له دې هېواد څخهووځي.

12 – د استانبول غونډه/2011م نومبر دوهمه (1390هـش. لړم یا عقرب) . دا یو ورځنۍ غونډه د آسیا په زړه کې امنیت او همکاریتر نامه لاندې د افغانستان- پاکستان، ترکیې، امریکا او دمنځنۍ آسیا د لسو هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړهشوه.

(د آسیا زړه) لړۍ د ترکانو په ابتکار پیل شوه. دوی غوښتل چېله افغانستان سره مرستی او په دې هېواد او سیمه کې د سولېاو ټینګار هڅی دې، د سیمې د هېوادونو تر منځ ډېرې او پیاوړیشي.

په دې غونډه کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلووروسته، د امنیتی او اقتصادي پرمختګونو له پاره د لارې د نقشېپه جوړولو او سیمه ییزه همکاریو خبرې وشوې. 

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي مشورو، داستانبول غونډې د تصویب شوو تګلارو پالنه او د دوستو هېوادونواو نړیوالو ټولنو د هغه کارونو او فعالیتونو همغږي کول چېغوښتل یې له افغانستان سره مرسته وکړي، د دې غونډې پهوروستیو پرېکړو کې ستر ځای درلود.

په دې غونډه کې د امریکا، برتانیا، کانادا، جاپان، ناتو، ملګروملتونو، اکو ECOټولنی، شانګهای تړون او اسلامی هېوادونو دټولنی استازو، د افغانستان په هکله د ترکیی د نوښت (آسیا زړه) او هڅو ملاتړ اعلان کړ.

13  – د بن دوهمه غونډه/ 2011م/ د دسبمر5 (1390هـش لیندۍ یا قوس). نړیوالو دې غونډې ته چې د جرمني په بن کې د دسمبرپه پنځمه جوړه شوې وه (له لېږد څخه د بدلون/تحول تر لسیسزېپورې) نوم ورکړی و.

دا په حقیقت کې د بن د لومړنۍ غونډې (2001) م یا د افغانستاناو نړیوالې ټولنې د نویو اړیکو د لسمې کلیزې لمانځل و.

په دې غونډه کې په افغانستان او جرمني سربیره چې د غونډېمشرتوب یې کاوه، د نړۍ د سلو هېوادونو او 15 سیمه ییزه اونړیوالو ټولنو  وزیرانو او استازو ګډون کړی وو.

دې غونډې هڅه کوله هغه تشې ډکې کړي چې په لومړي بن کېورته پام نه و شوی او هغه پوښتنو ته ځواب ومومي چې لس کالهمخکې بې ځوابه پاتې شوې وې.

د دوهم بن په وخت کې جګړه د افغانستان نیمې جغرافیا ته خورهشوی، اقتصادی ستونزې ډېرې شوې او داسې وېره وه چې لهافغانستان څخه به د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته، امنیت اواقتصاد نور هم خراب شي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلانی، د ناتو الوتکو له خواپه مومند ایجنسی کې د 24 پاکستانی سرتېرو د وژلو په پلمه پهدې غونډه کې برخه وانخسته.

په غونډه کې پریکړه وشوه چې د افغانستان – نړۍ مشارکت به دلېږد له پړاو څخه د پرمختیا (2015-2024) لسیسزې ته پراختیامومي. په بله ژبه له افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو وتلو وروستهبه د دې په څنګ کې چې امنیتي مسوولیتونه افغان ملی ځواکونوته سپارل کېږي، نړیواله ټولنه لس کاله نور له افغانستان سرهمرسته کوي. په بله ژبه نړېوالې ټولنی د بن په دوهمه غونډه کېوویل چې افغانستان له له کال 2014 څخه وروسته یوازی نهپرېږدي.

په غونډه کې د افغانستان له دولت څخه وغوښتل شول چې دپراخه اصلاحاتو په څنګ کې، د داسې سیاسي نظام په لور پهمخ وخوځي چې ډېر خلک ځانونه پکې شریکان وبولي.

په خبرو کې اخضر ابراهیمي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونوپخوانی ځانګړی استازي، د بن لومړنی غونډه نیمګړی وبلله او وېویل چې د دې نیمګړتیاوو د پوره کولو له پاره باید یوه بله نړیوالهغونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د دولت سیاسي اپوزیسیون اومخالفینو لکه حزب اسلامي او طالبانو ته د ګډون حق نه وورکړای شوی.

14- د شیکاګو غونډه / 2012م می 21 – 22 (1391هه ش جوزا یا غبرګولی). دا غونډه د امریکا متحده ایالاتو د شیکاګو ایالت په(ایلونای) کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د بارک اوباما،حامد کرزی او اندرس فوراسموسن په ګډون د نړۍ د نړی د پنځوسوهیوادونو مشرانو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې چې په حقیقت کې یو امنیتي- سیاسي غونډه وه،له 2014 څخه وروسته د افغانستان او ناتو په راتلونکي خبرېوشوې، د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په احتمالي زیانونو بحثونهوشول او له افغانستان څخه د ناتو د ننګې ژمنه تازه شوه.

په دې غونډه کې د UN سرمنشی فوراسموسن وویل چې پهافغانستان کې د ناتو جګړه ییز ماموریت د 2014 په پای کې پایته رسي؛ خو امنیتي مسوولیتونه به د 2013 په نیمایي کې پهبشپړه توګه افغانستان ملي ځواکونو ته سپارل کېږي.

ناتو مشرانو په دې غونډه کې دا ومنل چې د افغانستان له350000 کسیزه پوځ سره به هر کال نژدی څلور بلیون دالرمرسته کوي.

په دې غونډه کې ولسمشر حامدکرزي ژمنه وکړه چې د بشريحقونو (په ځانګړي توګه د ښځو حقونو) خوندیتابه ته به کار کوي،له اداري فساد سره کلکه مبارزه به جاری وساتي او د یوېولسواکه ټولنې د جوړېدو په لور به په مخ ځي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریټاکنی د 2012 په نومبر کې کېدونکی وې؛ نو د ولسمشر بارکاوباما له پاره چې بیا نوماند و، دا ښه چانس و چې د بهرنیوتګلارو په برخه کې خپلې لاس ته راوړنی د خلکو مخی ته کېږدی؛ځکه یې د افغانستان په هکله د شیکاګو غونډه خپله پرانستله اوهڅه یې وکړه چې ګډون کوونکی هېوادونه له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو د ایستلو په لارو چارو ښه غور وکړي.

15 – د کابل غونډه، د آسیا زړه دوهمه ناسته/ 2012م جون14 (1391 هـش- جوزا یا غبرګولی) .دا له استانبول څخه وروستهدوهمه سیمه ییزه غونډه وه چې د نړۍ د 29 هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو یا استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوه.

دا د (آسیا زړه) یا استانبول پروسې دوهمه غونډه وه چې دافغانستان، آذربایجان، چین، هندوستان، ایران، قزاقستان،قرغزستان، پاکستان، روسیې، سعودی عربستان، تاجکستان،ترکیې، ترکمنستان، عربی متحده امارات او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو او د 15 لویدیځو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د استازوپه ګډون په کابل کې جوړه شوه. 

غونډه ولسمشر حامد کرزي پرانستله او خوښي یې ښکاره کړهچې د شانګهای ټولنی غړو هېوادونو، د افغانستان او نړیوالوټولنی د اړیکو او مرستو ملاتړ ښکاره کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کی مون دې غونډې ته په خپل پیامکې له ترهګري او نشه یي توکو سره، د آسیا زړه هېوادونو د ګډېمبارزې په ارزښت ټینګار وکړ او په برخه والو یې غږ وکړ چې دهمکاري او اعتماد جوړولو له پاره زیار وباسي.

افغانستان په دې غونډه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې لهترهګري سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر لهپرمختګ سره رښتیاني مرسته وکړي.

-16 د الماتا غونډه، د اسیا زړه درېیمه ناسته/ 2013م اپریل 26 (1393هـش د غویی یا ثور 6).

د اسیا زړه هېوادونو دا ناسته د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کېوشوه چې د اسیایي هېوادونو د بهرنیو چارو 14 وزیرانو،  داستانبول بهیر د 16 ملاتړ کوونکو هیوادونو وزیرانو او د سیمهییزو او نړیوالو ټولنو 12 پلاوو پکې برخه اخستې وه او دقزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظر بایف په وینا پرانستل شوه.

دا له استانبول او کابل څخه وروسته (د اسیا زړه یا استانبولپروسی) درېیمه ناسته وه چې له افغانستان سره د مرستو او پهدې هېواد او سیمه کې د سولې او ټیکاو د هڅو د ډېرېدو اواغېزمنتیا په موخه جوړه شوی وه.

دې غونډې وویل چې د استانبول پروسې لومړی پړاو په بریالۍتوګه پای ته  رسېدلی او اوس هغه وخت راغلی چې د امنیت،اعتماد او همکاریو د پراختیا او ګټورتوب هڅې نورې هم همغږېشی.

د الماتا ناستې په خپل پرېکړه لیک کې د افغانستان په پرمختګونواو بریاوو خوښي ښودلې او هیله یې ښکاره کړې چې د امنتیيمسوولیتونو د لېږد پړاو په بریالي توګه پای ته ورسي او دافغانستان امنیتي پوځونه د دفاعی مسوولیتونو اخستلو ته چمتوواوسي.

17 – د بیجنګ (پیکن) غونډه، د آسیا زړه څلورمه ناسته / 2014 داکتوبر 31 (1393 هـ.ش د لړم یا عقرب نهمه).

د آسیا زړه یا استانبول پروسې څلورمه ناسته د کال 2014 داکتوبر په یو دېرشمه ورځ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې جوړهشوه.

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ضرار احمد مقبل او(وانګ یې) د دې ناستې مشرتوب کاوه.

په دې ناسته کې د آسیایی هیوادونود بهرنیو چارو 14 وزیرانو، د16 ملاتړ کوونکو هېوادونو وزیرانو او د 12 سیمه ییزو او نړیوالوتولنو استازو برخه اخستې وه.

د استانبول پروسه د سیه ییزه همکاریو یو فعال میکانیزم دی چېد سیمی د هېوادونو له خوا په مخ وړل کېږي او غواړي چې دافغانستان د سولې، ثبات، بیا جوړولو او اقتصادي پرمختګ پهچارو کې همغږي او مرسته پیاوړې او ګټوره شي.

د بیجنګ په ناسته کې د افغانستان په محوریت د سیمې پهامنیت، بنسټ پالنې، ترهګرۍ او له ترهګرۍ سره د عملي اوصادقانه مبارزې په لارو چارو خبرې وشوې.

په دې ناسته کې په هغه لویو پروژو هم خبرې وشوې چې پهافغانستان تېرېږي لکه کاسا 1000 ، تاپي او پاکستان ته دتاجکستان د برېښنا لېږد لین.

18 – د اسلام اباد غونډه، د آسیا زړه پنځمه ناست/2015مدسمبر 8 (1394هـش، لیندی یا قوس).

د استانبول بهیر یا آسیا زړه کنفرانسونو پنځمه ناسته د 42 هېوادونو (غړي او ملاتړکوونکي) د وزیرانو او سیمه ییزه اونړیوالو ټولنو د استازو په ګډون، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړه شوه.

ناستې ته د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف پرانستونکېوینا وکړه. د افغانستان ولسمشر داکتر محمد اشرف غني هم پهدې ناسته کې برخه درلوده او د افغانستان او د سیمې هېوادونو دګډ کار او متقابله مرستو په هکله یې خبرې وکړې ده وویل چیافغانستان په تېر یو کال کې په منځنۍ آسیا کې د اقتصاديهمکاریو او ترانزیت په برخه کې ښه پرمختګونه کړي؛ خو په دېبرخه کې د پاکستان ونډه ډېره پیکه ده.

19 – د وارسا غونډه 2016/ د جولای 7 – 8 (1395هه ش سرطان یا چنګاښ). دا غونډه د پولند په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوه وه.  په غونډه کې د ناتو NATO هېوادونو مشرانو د افغانستان دولتپه غوښتنه دا ومنل چې 11000 پوځیان به یې تر کال 2017 پورېپه دې هېواد کې پاته کېږي، تر 2020 پورې به د افغانستان دپوځونو د تمویل له پاره هر کال 4.5 $ ورکوي او د پوځونو دروزنې او تجهیز په برخه کې خپلی مرستی جاری ساتي.

د وارسا د پرېکړې له مخې په پاسنۍ مرسته کې د امریکا ونډه3.5 بلیون $ او د ناتو یو بلیون $ ده.

په وارسا کې ولسمشر داکتر محمد اشرف غني وویل چې د مليیووالي حکومت د خپل واک په لومړیو ورځو کې له امریکا سرهامنیتي او له ناتو سره دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل، د قاطعملاتړ ماموریت موده وغځېده او امریکایی پوځونو به د کال 2016 تر پایه پورې پا افغانستان کې پاته کېږي؛ نو ځکه په ډاډ ویلایشم چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت پای تهرسېدلی؛ خو زموږ ګټور مشارکت به دوام مومي.

ناویلې دې پاته نه وي چې د افغانستان دولت دې غونډې ته دخپلو هڅو او بریالیتوبونو یو راپور هم وړاندې کړ.

په وارسا غونډه کې ولسمشر اشرف غني، د امریکا ولسمشربارک اوباما، د برتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون، د جرمنيلومړي وزیرې انګلا مرکل او د ناتو هېوادونو نورو مشرانو برخهاخستې وه.

20 – د بروکسل غونډه 2016/ د اکتوبر 5-4 (1395 هـ.ش میزان یا تله). دا غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د نړۍ د 70 هېوادونو او 20 نړیوالو ټولنو د لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړهشوې وه.

افغانستان دی غوندی ته څو مهم سندونه وړاندی کړل: د ځانبسیاینې ملي تګلاره، د بنسټونو ملي پراختیا، د ښځو پیاوړيکول، ښاري پراختیا او ولسي تړون او د افغانستان او نړۍ دمتقابله ځواب ورکولو سند.

په دې غونډه کې نړیوالو یو ځلې بیا په راتلونکو څلورو کلونو کې لهافغانستان سره  په پراختیایي برخو کې 15 بلیون $مرستې اعلانکړی: جرمني 1.7 بلیون دالر، برتانیا یو بلیون ډالر،  هند یو بلیونډالر، پاکستان 500 ملیون دالر او 3000 تحصیلي بورسونه،جاپان 900 ملیون $، سعودي 100 ملیون $ ، ناروې 348 ملیون$  او همداسې نور.

د بروکسل غونډې په بهیر کې داسې ارقام خپاره شول چېامریکا له 2002 څخه تر 2016 پورې له افغانستان سره لاندیمرستې کړې: امنیت 64.13 بلیون $، حکومتي چارې او پراختیا28.68 بلیون $  ، مدني برخه 10.68 بلیون$، د نشه یي توکومخنیوی 8.46 بلیون $  او بشري مرستې 2.98 بلیون $

بروکسل په دې مرستو سره وښوده چې نړیواله ټولنه اوس هم دافغانستان تر شا ولاړه ده؛ خو له دولت څخه یې کلکې غوښتنېهم درلودې چې باید په پام کې یې ونیسي.

د بروکسل د لومړنۍ ورځی په حاشیوي ناستو کې په دې مسایلوبحثونه وشول: د ښځو پیاوړتیا، مدني ټولنه، افغانستان اواروپایي ټولنه، مهاجرین او داسې نور؛ خو په اصلی ورځ یعني داکتوبر په 5  له افغانستان سره د پراختیايي مرستو او دوه اړخیزهمسوولیتونو اعلان وشو.

21 – د  امرتسر غونډه، د اسیا زړه شپږمه ناسته/ 2016م ددسمبر 4 -5 (1395 هـ ش د لیندۍ یا قوس 15 – 14). د آسیازړه یا استانبول پروسې شپږمه غونډه د کال 2016 د دسمبر په4-5 ورځو د هند د پنجاب ایالت پلازمېنه امرتسر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اصلی او ملاتړ کوونکو هېوادونو او نړیوالوټولنو 40 پلاوو برخه اخستې وه. غونډه د ولسمشر داکتر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودی په ویناووپرانستل شوه. له پاکستان څخه د لومړي وزیر محمد نواز شریفامنیتي سلاکار سرتاج عزیز په دې غونډه کې حضور درلود.

دې غونډی ته په افغانستان کی د سولې د ټینګېدو او د امنیت دښه والي له پاره د مرستې او د لارې د نقشې د جوړېدو نومورکړل شو و. 

ولسمشر داکتر اشرف غني په دې غونډه کې پاکستان ته ګوتهونیوه چې دا هېواد د افغانستان په ضد په یوه نااعلان شوېجګړه بوخت دی او د پاکستان د هغه 500  ملیون$ مرستې په اړهیې چې په بروکسل کی اعلان شوې وه، وویل چې پاکستان دې لهدې پیسو څخه د ترهګرو د مهارولو له پاره کار واخلي؛ ځکه  پرتهله سولې څخه په افغانستان کې هره مرسته د خلکو غوښتنې نهشي پوره کولای.

د هند لومړي وزیر په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان پهمشرۍ د داسې بین الاافغاني سولې پلوي دی چې د افغانانو پهکنترول کې وي. د آسیا زړه تېره ناسته کال مخکې په اسلام ابادکې شوې وه.

پای

اخځونه:

1 –    شبکه اطلاع رساني افغانستان www.afghanpaper.com

2 –   د جمهوري ریاست د چارو اداري لوی ریاستwww.aop.gov.af

3 –   آسیا نیوز. خبري- تحلیلي وېبپاڼه،

4 –   آزانس خبری باختر، وېبپانه،

5 –   BBC فارسي، خبري ویبپاڼهe،

6 –    آوا. صفحه خبرګزاری صدای افغان،

7 –    روزنامه هشت صبح، وېبپاڼه،

8 –    دویچه وله دری، د المان غږ راډیو وېبپاڼه،

9 –        www.evropear union News.com

10 –                         www.bbb.com/news/world-asia

11 –                         www.gov.uk

12 –                         www.search.ask.af

13 –                         Geo-of-atg.blogfa.com

14 –  سپوتنیک دری sputnik

15 –  مرکز علمی فرهنګی اطلاع فجر وېبپاڼه،

16 –  د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه www.mfa.gov.af/en

پای