کور / کیسه / پاچا ته د بندي اخطار

پاچا ته د بندي اخطار

Larawbar.com

 

ژباړه: رفيع الله روشن

پاچا د يوه بندي د وژلو قصد وکړ، بندي په ناهيلي ډول پاچاته اختار ورکړ!

پاچا ترڅنګ له ناست وزير څخه پوښتنه وکړه چی دا بندي څه وايي؟

وزير ورته ويل:

دی تاته دعا کوي.

پاچا بندي وباخښه.

یوه بل وزير چې هغه هم د پاچا په خواکې ناست و او له هغه لومړي وزير سره يې مخالفت هم درلود،پاچاته وويل:

پاچاصيب! هغه بندي تاسې ته اختار درکړ اوتاسې وباخښه؟

پاچا ورته ويل: ته رښتيا وايي مګر دهغه وزير دروغ چې ديوه انسان ژوند يې وژغوره ستا تر رېښتيا وو سل ځله ښه دي،ځکه ستا رېښتاو هغه انسان دمرګ دکندې په لوري کشاوه او دهغه دروغو له هغې کندې را ووېست.

نو! هڅه وکړئ چې پرته له رېښتياو بل څه ونه وایی خو  ډېر وخت هر رېښتيا مه وايئ.