کور / خبرتیا او پيغامونه / د وروستيو خونړيو پېښو په اړه د ګوندونو او ټولنو ګډه اعلاميه

د وروستيو خونړيو پېښو په اړه د ګوندونو او ټولنو ګډه اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم

د وروستيو خونړيو پېښو په اړه د يو شمېر سياسي ائتلافونو،ګوندونو،

قومي شوراګانواو مدني ټولنو ګډه اعلاميه

 

د افغانستان تورزړو دښمنانو او اجيرو ترهګرو يو ځل بيا زموږ په سلګونو بېګناه هېوادوال په شهادت ورسول، ټپيان يې کړل او د روژې پدې مبارکه مياشت کې يې په زرګونو کورنۍ او ټول افغان ولس د وير په ټغر کښېناوه. تر هر څه د مخه موږ دغه وحشيانه او ظالمانه عمل په کلکه غندو، د شهيدانو روح ته دوعا کوو او له الله (ج) نه د فردوس جنت ورته غواړو، ټپيانو ته د عاجلې او کاملې شفا هيله  کوو او د قربانيانو کورنيو ته جميل صبر غواړو. 

که څه هم دا لومړی پېښه نه ده او د دښمن له عزايمو داسې ښکاري، چېوروستۍ پېښه به هم نه وي، خو زموږ صبر نور د زغم له حده وتلی او پدې اړوند خپل دريځ اوغوښتنې په  لاندې ډول اعلانوو: 

۱ – په افغانستان کې روانه جګړه يوه تپل شوې پردۍ لوبه ده، چې ګڼ شمېر لوبغاړي لري. افغان ملت د دغې لوبې اصلي قرباني دی او پدې کې شک نشته چې پاکستان د لوبې اصلي کرکټر دی. پاکستان براعلی د ترهګرو ملاتړ کوي؛ د افغانستان پر ضد ترهګريز بريدونه پلانوي او رهبري کوي يې؛په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره مالي ملاتړ او امکانات چمتو کوي؛ زموږ  پر خاوره څرګند تېری کوي، توغندي ولي او زموږ د خاورې د غصبکولو هڅه کوي؛ او هره ورځ په يوه نوې پلمه پر افغانانو فشار راوړي. 

موږ پر پاکستان غږ کوو، چې چاړه يې نور زموږ تر هډوکو رسېدلې ده او خبر داری ورکوو چې افغانان نور اړ دي له خپل هېواد  څخه د دفاع په لاره کې له هر ډول وسيلې کار واخلي. تر دې وړاندې چې دا جګړه د لاهور دروازو ته ورسېږي، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې سمدستي د ترهګرو مرکزونه و تړي او د افغانستان وسله وال مخالفين د سولې خبرو ته کښېنوي. پاکستان بايد پدې خبره پوه شي، چې په خپل ۷۰ کلن عمر کې لا هم د ملت په جوړولو نه دی بريالی شوی او د کمزورۍ ډېر داسې ټکي لري چې کېدای شي له امله يې پاکستان ټوټې ټوټې شي. 

۲ – موږ د امريکې پر حکومت غږ کوو، چې نور د ناخبرۍ او ناپوهۍ تمثيلپايته ورسوي او په پاکستان  کې د ترهګرۍ د مرکزونو پر تړلو لاس پورې کړي. که چېرې بيا هم د پاکستان پر ترهګريزو کړنو سترګې پټېږي، د افغانانو شک به نوره په يقين بدل شي چې په افغانستان کې روانه جګړه د امريکې خپله لوبه ده. که چېرې دا لوبه همداسې دوام کوي، نو ښايي افغانان امريکې ته نور د دوست په سترګه ونه ګوري او پر وړاندې يې پراخ مدني قيامونه پيلکړي. موږ په زغرده غوښتنه کوو، چې له پاکستان سره هر ډول مرستې سمدستي ودرېږي، پاکستان دې رسمأ د يوه ترهګر هېواد په توګه وپېژندل شي، پراخ اقتصادي بنديزونه دې پرې ولګول شي او د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ ټول مرکزونه دې له منځه يوړل شي. موږ د امريکې حکومت او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې افغانان د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ د امنيتي تړون ټولو موادو ته ژمن دي، خو که امريکا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر وړاندې له خپلو مکلفيتونو سرغړوي، نو موږ هم اړيو د تړون په اړه بيا کتنه وکړو او د افغانستان له ملي ګټو سره سم پرېکړه وکړو. 

۳ – موږ د افغانستان پر حکومت غږ کوو، چې نور د پاکستان پر وړاندې د ترديد او زاريو پاليسي پايته ورسوي او د پاکستان پر وړاندې د سيمې او نړۍ په کچه د فشار لپاره يوه فعاله ډېپلوماسي او لابي پيل کړي. د افغانستان حکومت باید هغه فاکټونه او اسناد نړۍ ته وړاندې کړي، چې د پاکستان  له ترهګريزو اهدافو پرده پورته کوي. د دې تر څنګ بايد له هغو هېوادونو سره د ډېپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا لپاره کار وشي، چې په افغانستان کې د  ناټو له حضور څخه اندېښمن دي. پدې برخه کې روسيې او چين ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.   

۴ – د ملي امنيت اداره په اوسني حالت کې د امنيت له ساتلو عاجزه ده او د خپلو مسووليتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د ملي امنيت ادارې پر جوړښت، ترکيب او د بېلا بېلو کچو د مسوولينو پر وړتيا دې جدي غور او بيا کتنه وکړي، د دې ادارې د ملي کولو لپاره دې بنيادي بدلونونه راولي، د ادارې د مسلکي کولو لپاره دې چټک پروګرامونه په پام کې ونيسي او د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې د سياسي او تنظيمي نفوذ د مخنيوي لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

۵ – موږ د افغانستان پر حکومت او امنيتي ادارو غږ کوو، چې مدني اعتراضونه د هر افغان قانوني او مدني حق دی. د دغو اعتراضونو امنيت بايد تامين شي او د معترضينو پر وړاندې له تاوتريخوالي بايد ډډه وشي. خو د دې پر وړاندې پر  ټولو سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو هم غږ کوو، چې له تاوتريخوالي او د اختلافاتو له قومي کولو دې په کلکه ډډه وکړي، ځکه چې له تاوتريخوالي او قومي اختلافاتو سره به د افغانستان بحراني وضعيت په انارشۍ واوړي او بيا به يې د کنټرول واک زموږ له لاسه وتلی وي. 

۶ – موږ پر هغو وسله والو مخالفينو چې ځانونه افغانان ګڼي غږ کوو، چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول منطق نه دی پاتې او نور د سولې د جدي خبروخبرو وخت رارسېدلی دی. راځئ چې د ملي پخلاينې له لارې پرديولاسوهنو ته د پای ټکی کېږدو او پخپل لوی کور کې د سرلوړي او سوکاله ژوند لپاره ګډ کار وکړو. نور په هېڅ نوم او پلمه افغان وژنه د توجيه او بښنې وړ نه ده. موږ له همدې ځايه اعلانوو چې د افغان وژنې پر وړاندې د معافيت دود منسوخ دی او ژمنه کوو، چې تر خپله وسه به د افغانانو قاتلين په هره کچه چې وي، د محکمې ميز ته کشوو. 

۷ – زموږ په اند جګړه د افغانستان ګوټ ګوټ ته رسېدلې او د هر افغان ګډه ستونزه او تر ټولو مهمه اندېښنه ده. موږ پر ټولو سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو، قومي شوراګانو او ديني عالمانو غږ کوو، چې راځئ د سولې خبرو او هڅو ته لومړيتوب ورکړو او د سولې پر محور يوه لويه ملي اجماع رامنځته کړو. په ملي او نړیواله کچه د لابي او فشار ګروپونه جوړ کړو؛ د پاکستان له ترهګريزو کړنو او اهدافو پرده پورته کړو؛ د امريکې او ناټو ناسمه پاليسي وننګوو او د سمون لپاره يې طرحې او وړانديزونه شريک کړو؛ د سولې تش په نامه شورا د اته کلن موجوديت د ګټې او لګښتونو پوښتنه وکړو او پر ځای يې د خبرو، تفاهم او منځګړتوب رښتيني پلاوي وټاکو. راځئ چې هڅه  وکړو د سولې د پيلامې په توګه لومړی جګړه د ملکي ژوند له ډګر څخه بهر وباسو، ورپسې اوربند ټينګ کړو او بيا د سولې خبرې خپل هېواد ته را انتقال کړو او افغاني يې کړو.

۸ – موږ په جګړه کې د ملکي تلفاتو زياتوالي ډېر اندېښمن کړي يو او هر هغه عمل چې د ملکي تلفاتو پر وړاندې بې پروايي ښيي په کلکه غندو. زموږ په اند دا ډول بې پروايۍ نور د منلو وړ نه دي او که د هر اړخ له لوري وي، بايد پوښتنه يې وشي او عاملينو ته يې سزا ورکړل شي.

په درنښت

1. د افغانستان د ملي ژغورنې حرکت

2. ملي محور ګوند

3. د ملي ثبات ټولنه 

4. حزب پیوند ملی افغانستان

5. د وطن ملي ګوند

6. د وطن  ګوند

7. د ون د ترقي ګوند

8. د افغانستان متحد ملي ګوند

9. د افغانستان د سولې فعالينو ملي ګوند

10. د افغانستان د زیارکښانو خوزښت

11. د افغانستان د یوالی او آزادی حرکت

12. د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز

13. د افغانستان د قومونو سراسري شورا(120 قومي شوراګانې)

14. د خوست مدنی ټولنه

15. د پکتیکا مدنی ټولنه

16. د اندړو سراسري شورا

17. د عبدالرحیمزیو ځوانانو ټولنه

18. ځوان فکري بهیر

19. د افغان ځوانانو مدني بهیر

20. لوی افغانستان بهیر

21. لوی کندهار ځوانانو ټولنه

22. د وردگو، غزنی، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو یو تعداد قومی شوراگانی

23. شورای اسماعلیان افغانستان

24. شورای همبستگی ملی افغانستان

25. د اسحاق زو او بارکزو قومونو شورا

26. مدافعین صلح و آزادی افغانستان

27. شورای مردمی افغانستان

28. حرکت نوین افغانستان

29. د افغانستان د ښوونکو سراسري اتحادیه

30. د افغانستان د ګوجرو قومي شورا

31. ائتلاف شوراهای ولایت بغلان

32. انجمن قوم بیات

33. اجماع محصلین افغانستان

34. د افغانستان د پوهنتونو د استادانو سراسري اتحادیه

35. د کابل د طبي علومو پوهنتون د استادانو ټولنه 

36. شورای سادات افغانستان

37. او د افغانستان د قومونو، ښځو او ځوانانو په  لسګونو نورې شوراګانې، سازمانونه او ټولنې