کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر په افغانستان کې د امریکا سفارت له شارژدفیر سره وکتل

مالیې وزیر په افغانستان کې د امریکا سفارت له شارژدفیر سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د غبرګولي میاشتې په ۲۹ مه نېټه په افغانستان  کې د امریکا سفارت له شارژدفیر ښاغلي هوګولورنس، سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو پر مالي اصلاحاتو، د ۱۳۹۶ مالي کال د پراختیایې بودیجې پر لګښت، د ملي عوایدو په راټولېدو، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري پر لومړۍ بریالۍ ارزونې، د څارنې او همغږۍ (JCMB) د ګډ بورډ ناستې ته پر چمتو والي چې ټاکل شوې ده په را روانه جولای میاشت کې تر سره شي، بهرنیو ځواکونو ته د نفتي موادو پر ګمرکي معافیت او یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.