کور / تازه خبرونه / په نایب امین الله خان روغتون کې د زون په کچه د باکتریالوژي څانګه فعاله شوه

په نایب امین الله خان روغتون کې د زون په کچه د باکتریالوژي څانګه فعاله شوه

(غبرګولی-۲۲) نن ورځ د یادې څانګې د پر انیستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي ، د ولایتي شورا مرستیالې هما احمدي د شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي، د شورا غړو ډاکټر عبدالولي وکیل، حسیب الله ستانکزي، د عامي روغتیا سرپرست رئیس ګل الرحمن شاهي، د نایب امین الله خان ولایتي روغتون رئیس عاشق الله مجیدي، د ښځوچارو رئیسې او د روغتون ډاکټرانو ګډون کړی و.

د ولایتي روغتون رئیس مجیدي په وینا دغه څانګه ډیره مهمه او د زون په کچه  ده، مجیدي زیاته کړه کله چې یو ډاکټر وغواړي د مرض درست علاج وکړي او هم د مریض د دوا مصرف راکم کړي دلته سمه او درسته معاینه کیږي او په دغه څانګه کې که هرڅومره خطرناک مرضونه لکه د میندې او ماشوم مړینه او سینه بغل وي او داسې نور دلته یې کوچنۍ نمونه اخیستل کیږي او سم تشخیص او تداوي کیږي، چې دا تشخیص مریض اقتصاد ته زیاته ګټه رسوي چې دا کار په ډاکټر باندې زیات باور د خلکو هم رامنځته کیږي،څومره چې خدمات معیاري وي همدومره د خلکو باور پرې زیاتیږي.

 

د عامې روغتیا سرپرست ګل الرحمن شاهي په وینا د دې څانګې په ودانې څه باندې یو میلون افغانۍ مصرف راغلی چې په عصري او پرمختللو وسایلو سمباله ده چې د دې په وسیله مونږ کولای شو ډیری ناروغان په کم مصرف سره تداوي کړو او د کابل تګ څخه مریضان خلاص شي.

 

لوګر والي د دې څانګې په اړه وویل ((له کومې ورځې چې مونږ لوګر ولایت ته  راغلي یو د نائب امین الله خان په ولایتي روغتون کې ډېر اساسي او بنسټیز پرمختګونه شوي او هغه څه چې دې روغتون نه درلودل هغه په دې یو نیم کال کې ورته برابر شول او له نېکمرغه هم ډاکټران او هم مراجعین ترې برخمن شول.

 

په تېرو دوه کالونو کې پدې روغتون کې د بیړنۍ خونه جوړه شوې،د زېږون لپاره ودانۍ جوړې شوې چې پخوا یاد روغتون نه لرلې، دا روغتون اویا بستریز نه عملا سل بستریز ته ارتقا کړې چې د ددې ټول لپاره منظم پرسونل جوړ دی چې پدې برخه کې پوره لاس بري دي او همدا رنګه له دې سره ښځینه نرسانې هم زیاتې شوې همدارنګه یو مجهز امبولانس ورته ورکړل شوی او دوه به نور هم په راتلونکې کې ورکړل شي.

 

چې نن دغه دی له نېکمرغه یوه مهمه څانګه چې  خطرناکه مرضونه پدې کې تشخیص کیدای شي چې هغه بکتریالوژي ده ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

والي د دې څانګې د اهمیت په اړه داسې وویل کوم مریضان چې په تشخیص کې ستونزه وي نو له دې لارې یې سالمه پلټنه کیږي، او دیوه ناروغ څومره چې تشخیص کم وي هغومره درمل کمه ورته پکاریږي او دهغه جانبي خطرات دهغه اقتصادي خطرات ، د هغه اجتماعي خطرات هغه ټول کمیږي، دا څانګه د زون په کچه یوه داسې څانګه ده چې اقتصادي او مالي ستونزې به  د دې سره راښکته شي ددې تر څنګ د مور او ماشوم تر منیځ چې کومه د مړینې کچه ده هغه کمیږي.

 

په پای کې لوګر والي د روغتون له مسولینو او ډاکټرانو مننه وکړه ځکه څومره چې  پدې برخه کې  کومې ولسي او د هیواد په کچه  ارزونې شویدي خلکو ۹۷ سلنه د دې روغتون له کړنو نه راضي دي او کومه ۳ فیصده چې ناراضه ده  هغه پدې مانا چې دلته یو درسته احصایه نده موجوده او کوم امکانات چې رازي هغه د مرکز د احصایه په اساس دي چې زمونږ غوښتنه همداده چې په دغه برخه کې باید د کلیو او پراختیا احصایه ومنل شي.

 

ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي وکیل په لوګر ولایت کې صحي خدمات وستایل چې په تېرو دوه کالو نو کې زیات پرمختګ شوی، او کومې سرویې ګانې په ولایت او د هیواد په کچه شویدي  خلکو ترینه  پوره رضایت ښودلی دی چې دا ټول د ولایتي ادارې قوي همکاري ده، وکیل زیاته کړه په صحي برخه کې ستونزې هم شته لکه د دی روغتون لپاره د خونو او تشکیل کموالی چې د عامې روغتیا وزارت باید  ورته توجه وکړي.

 

په لوګر ولایت  کې په ټول لوګر کې ۵۳ صحي مرکزونه په ټولو ولسوالیو کې ولس ته صحي خدمات وړاندې کوي.