کور / تازه خبرونه / د ماليې وزير د اتصالاتوشرکت له مشر سره وکتل

د ماليې وزير د اتصالاتوشرکت له مشر سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د غبرګولې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت له اجرایوي رئیس ښاغلي صلاح رزق الراس، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مخابراتي سکټور په هڅولو، په دې سکټور کې په شته ستونزو، د غوره مخابراتي خدمتونو په وړاندي کولو، د هیواد په کچه خلکو ته د پراخو مخابراتي خدمتونو په لاس رسي، د دې شرکت ستونزو ته په رسېدو او د مالیې ورکړې په مېکانیزم هر اړخیزې خبرې وکړې.