کور / هراړخیز / د اصلاح ځواک – رفيع الله روشن

د اصلاح ځواک – رفيع الله روشن

Larawbar.com

Larawbar.com

ژباړه: رفيع الله روشن

يو هلک څو کاله له يوه مشهور انځورګر سره شاګردي وکړه او ټول هنرونه يې زده کړل.

استاد يې ورته وويل:

ته نور استاد شوی یې او زه نور څه نه لرم چې تاته يې زده کړم.

هلک له ځانسره فکر وکړ،يو ډېر ښکلی انځور يې رسم کړ ، دښار په يوه څلور لاري کې يې نسب کړ ،په څنګ کې يې ورسره رنګ او قلم هم کېښود او له تېرېدونکيو څخه يې هيله وکړه،چې په انځورکې هرځای ورته ناسم ښکاره شو هلته دی د ضرب علامه وکړي.

کله چې مازیګر راغی ګوري چې ټوله تابلو د ضرب له علامو ډکه ده،له خفګانه په ډکه څهره د خپل استاد خواته راغی ورته ويې ويل: 

تاخوويل چې تا هرڅه زده کړي دي ؟

استاد ورته وويل: 

ايا کولی شي چې هماغسې بل انځور جوړ کړې؟

شاګرد هماغسې بل انځور جوړ کړ ،استاد انځور واخست اوپه هماغه څلور لاري کې يې وځړاوه خو دادفه يې ورسره وليکل:

که چېرې په انځور کې کوم ځای ناسم وي د قلم اورنګ په واسطه يې اصلاح کړئ.

کله چې مازیګر استاد او شاګرد راغلل ګوري چې په انځور کې هېڅ لاسوهنه نده شوې،استاد خپل شاګرد ته وويل: ټول انسانان دانتقاد کولو قدرت او توان لري ولې د اصلاح اوسمون ځواک او جرئت بيا ټول نلري.