کور / سياسي / پښتو مثنوي- به امرالله صالح

پښتو مثنوي- به امرالله صالح

قدرت الله نيازی - هالنډ

آن زماني که تو در کمر پدر بودی!

امرالله صالح صاحب تاسي ليکلي وه چي "مثنوي معنوي بايد پښتو ته وژباړل سي چي د افراطيت مخه ونيول سي." که څه هم ستاسي دغه وينا خپله ستاسي د ټيټ سياسي شخصيت تعريف او د افغانستان د معاصر تاريخ څخه ستاسي  بې خبري او ناپوهي څرګندوي خو يقيناً زما په شمول د هيواد داسي ډېر ځوانان سته چي کولاي سي او غواړي ستاسي د څرګندونو په اړه لږ توضيحات وړاندي کړي. دا چي ستاسي په اند افراطيت څه ته ويل کيږي او افراطيت او د افغانانو وروڼو قومونو تر مينځ څوک د نفاق تخم کري؛ دا تر لمر روښانه او واضح خبره ده او په دې ټول هيواد وال پوهيږي نو لهذا په دغه اړوند څه ليکل زه د خپل او ګرانو لوستونکي دوخت زيان بولم، خو هو دا ضروري ګڼم چي تاسي ته د پښتو ژباړل سوي مثنوي معنوي په اړه لږ معلومات در کړم. 

Larawbar.comښاغلې! 
مثنوي معنوي څه له پاسه ۴۵ کاله مخکي په کال ۱۳۵۰ کي د مرحوم مولوي صالح محمد کندهاري له خوا پښتو ته ژباړل سوئ دى. 
مرحوم مولوي صالح محمد کندهارى په کال ۱۳۰۸ کي د کندهار ښار د کابل بازار د ملا ګلداد اخوند په کوڅه کي د هوتکو په يوه متدينه ادبي او علمي کورنۍ کي زيږېدلى دى. د پلار نوم يې فيض محمد وو او دى خپل د مورني نيکه مولوي عبدالروف او خپلو ماما ګانو مولوي عبدالواسع شهيد او مولوي عبدالرب تر پالني لاندي وروزل سو. مرحوم مولوي صالح محمد په څلورو ژبو ( پښتو، دري، عربي، اردو)  کي ادبي مهارت درلود. پر پنځلس کلني د کندهاره څخه کابل ته ولاړئ او هلته د " چوب فروشۍ" په شاهي مدرسه کي د خپل نيکه مرحوم عبدالروف سره شاگرد او استوگن سو. نيکه مرحوم يې د شاهي مدرسې مدرس او د قاضيانو ممتحن او د پاچا د حضور ملا امام وو. 

امرالله جانه!
مرحوم مولوي صالح محمد کندهارى د يوې علمي كورنۍ څراغ او په يوه علمي محيط کي وروزل سو. خپلي ابتدايي زدکړي يې د حبيبيې په مدرسه کي پيل کړې چه ته يې اوس د ( حبيبيې ليسې ) په نامه پېژنې. تر فراغت وروسته په همدغه مدرسه کي د پښتو  او ادبياتو استاد سو. او په همدغه وخت کي دده په برکت پښتو د مدرسو په نصاب کي رسمي او داخله کړل سول؛ چي شايد ستا پلار او مشران يې هم شاگردان تېر سوي وي. تر دغه وروسته مولوي صاحب صالح محمد په کال ۱۳۳۵ق د کابل د ټولو ابتدايي مکتبونو د چارو او د معارفو د مدير مرحوم مولوي عبدالرب دمعاون په توگه رسمي دنده پيل کړل. دا هغه وخت وو چي شاهي دولت د معارف په برخه کي د هيواد په سطحه چاري پراخه کړې او دغه مدبر شخصيت د کابل په معارف کي پراخه خدمتونه کړي دي چي د سر په صدقه يې ته نن ليک او لوست کوې.
 تر دغه وروسته د کندهار د معارف د مدير په توگه کندهار ته ولاړئ او هلته يې د معارف په برخه کي خپل خدمتونه نور هم پراخه او گړندي کړل؛ چي شا او خوا لس کاله د کندهار د معارف مدير او مؤسس وو. د خپل خدمت په دغه لس کلنه دوره کي يې په مرکز او اطرافو کي په سلگونو ښوونځي جوړ کړل او په زرگونو شاگردان يې په ډېره توجه او خواخوږئ وروزل او په زرگونو ځوانان يې د علم او پوهي په رڼا سمبال افغانستان او ټولني ته وړاندي کړل چي شايد ستا استادان هم پکښي تېر سوي وي.

امرالله ګله!
دمعارف په شعبه کي يې ددغو بې پناه خدمتونو تر څنګ د کلتور او ادب په ډګر کي هم بې پناه خدمتونه کړي دي لکه اوه نېزب جرېدې " طلوع افغان" پر مخ وړل چي هغه وخت په ډبرين چاپ په اونۍ کي يواري په پښتو او ستا مورنۍ ژبي دري خپرېدل. مرحوم مولوي د معارف او مطبوعاتو د عملي خدمتونو سره ګڼ شمير ژباړني او آثار شاته پرېښودلي دي. مرحوم مولوي  صاحب د شاهي دولت له خوا د معارف او ادب د ډېرو سترو خدمتونو د ستايني په مخه د شاهي ستوري په لوړ مډال نازول سوئ دى. مرحوم مولوي صاحب صالح محمد په کال ۱۳۳۹ش کي د سنبلې د مياشتي پر څلورمه نيټه وفات سواو د دولتي اعزاز سره يې جنازه کندهار ته يوړل سول او هلته په خپله پلرنۍ هدېره کي د حضرتجي بابا په سيمه کي خاورو ته وسپارل سو.

امرالله صاب!
مرحوم ملک الشعرا ( بيتاب کابلي) دده په اړه ستا په مورنۍ ژبه داسي وايي:

مولوي صالح محمد آن وکيل قندهار
خير خواه شاه و ملت در نهان و آشکار
دوستدار حرف حق بودو نګفتي غير راست
از ملمع کاري و  تلبس بوري بر کنار 
خدمت شايان نمودي از معارف سالها 
ګاه در کابل مديري داشت و ګه در قندهار
سرنوشت ما خو در دنياي فاني مرد 
مرگ با ايمان به است از زندگي يي مستعار 

نو صالح جانه اوس ته خله فکر وکړه چي بې تمدنه څوک دي؟ ته خپله فکر وکړه چي په قومي، لساني، منطقوي افراط ککړ افراطيان څوک دي؟ مثنوي معنوي بايد څوک ولولي؟ او وروسته خپل ګرېوان ته سرکښته کړه او د خجالت د سړې او يخي ساه په ايستلو د بيتاب کابلي دغه بيت زمزمه کړه چي:

"مرگ با ايمان به است از زندگي يي مستعار"
فهميده شد، اقای صالح؟!

قدرت الله 
هالنډ