کور / تازه خبرونه / په لومړي ځل د هوا له لاري له کندهاره هندوستان ته ۴۰ ټنه ميوه صادريږي

په لومړي ځل د هوا له لاري له کندهاره هندوستان ته ۴۰ ټنه ميوه صادريږي

سبا له کندهاره هند ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادريږي
سبا له کندهاره په لومړي ځل هند ته د کارګو له لاري ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادريږي چي د انتقال د تنظيم، همږغۍ او اسنتياوو د مهيا کولو په موخه نن سهار د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب په مشري تدابيري غونډه جوړه سوه.
په غونډه کي چي په کندهار هوايي ډګر کي جوړه سوې وه، د مرستيال والي عبدالحنان منيب تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند، د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهير، د کندهار هوايي ډګر رئيس احمدالله فيضي، د اريانا شرکت استازو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال ښاغلي مهمند ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه چي د همږغۍ او پروګرام د تنظيم په موخه يې بلنه منلې او هر وخت يې د خپلو سوداګرو لپاره اسانتياوي مهيا کړي دي.
ښاغلي منيب وويل چي د افغانستان-هند هوايي سوداګريز دهلېز څخه يې هدف د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګريزي او اقتصادي اړيکي پياوړي کول دي او دا د افغانانو په خاص ډول کندهاريانو لپاره يو ښه زېری  دی. هغه زياته کړه چي دا لومړی ځل دی، ښايي ځيني نيمګړتياوي موجودي وي، خو په راتلونکي کي به هر ډول ستونزي هواري کړي. نوموړي د مېوو په انتقال کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند وويل چي له يو کال راهيسي يې د دې دهلېز د پرانيستلو لپاره کار کاوه چي له ښه مرغه يې پر پرانيستلو وتوانېدل. نوموړي له مرستيال والي څخه مننه وکړه چي د همږغۍ او ګډي همکارۍ لپاره يې هلي ځلي کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال انجنېر عبدالباقي بینا  وويل چي سبا له کندهاره هندوستان ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات انتقاليږي. هغه زياته کړه چي هند ته دا د تازه مېوو د صدور لومړی ځل دی او د تازه مېوو د موسم له رارسېدو سره به له کندهاره هند ته په اوونۍ کي دوې کارګووي ځي.