کور / ترخې خبري / امرالله صالح ته د ميرويس سمون بارګزي ليک

امرالله صالح ته د ميرويس سمون بارګزي ليک

امرالله صالح!
ما ته په کندهار کي په کور کي پلار مثنوي شریفه، پنج کتاب، ګلستان او بوستان ویلي دي. 
امرالله صالح! 
پښتانه د ټول پنجشېر د نفوس څو چنده داسي نفوس لري چي هغو زما په څېر مثنوي لوستلې ده. مګر د پخوا څخه په ټول پنجشېر کي به داسي کورنۍ ډېره نادره وي چي هلته دي پلار ادبیات په خپلو اولادو لولي.
امرالله صالح!
ته د اقلیتو په مشرانو کي ځان افغان نیشنلیسټ او پښتون دوست ګڼې. مګر ستا په دې خبره چي (مثنوي باید پښتو ته و ژباړل سي) هر عاقل پښتون ته دا ثابته سوله چي تاسو اقلیتونه د مور څخه متعصب او تنګ نظره زېږی. تاسو چي هر څونه افغان دوستان سی مګر بیا هم ستاسو مغز دا کپیسيټي، ظرفیت او استعداد نه لري چي د افغان لوی کهول و فهموی یا یې و سنجوی. یو کوچنی پښتون پاړسي ادبیات په کور کي زده کوي؛ خو تا(امرالله صالح) د ملي امنیت تر ریاسته پوري پښتو نه زده کوله. د ډېر مجبوریت و روسته دي ماته او ګوډه پښتو زده کړله. د پښتو ادبیات لوستل او زده کول خو ستاسو اقلیتو لپاره خوب او خیال دی. ځکه نو زموږ خدای بخښلو مشرانو امیر عبدالرحمن خا د افغانستان په ټولو سرحدو کي پښتانه ځای پر ځای کړل. امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان، نادر خان، ظاهر خان او داود خان دا سلسله پسي تعقیب کړله. پښتو ژبه یې د افغانستان رسمي ژبه کړله. حال دا چي دوی په پښتو ژبه سم ږغېدلای هم نه سول. مګر د افغانستان ثبات یې د اکثریت(پښتون) په حاکمیت کي لیدلی. افغان مشرانو په افغان ملي اُردو کي شعیه مذهبه نه پرېښوی. هغه وخت مو وطن په همدې وجه ارام وو.Larawbar.com
امرالله صالح!
ستا (مثنوي باید پښتو ته و ژباړل سي) د خبري په مقابل کي دي توقع د پښتنو څخه دا وله چي تا او پاړسي ته ښکنځل وکړي. مګر پښتنو تقریباً د پنځوسو کالو ها خوا د مثنوي پښتو ترجمه در ښکاره کړله. پښتنو ستا تر مخه د پاړسي مثنوي د لوستلو کیسې در ته وکړلې.
امرالله صالح!
که یوه ذره عقل او د هغه سره وجدان و لرې، د پښتنو لوی والی د همدې یوه مثال سره باید و پېژنې؛ د افغانستان د ملکیت هغه کیلۍ چي امریکایانو تاسو اقلیتنو ته در کړي دي. بې چون او چرا پښتون ته ور تسلیم کړې. هغه وخت به ته افغان شناس او افغان دوست و واوسې. نه متعصب، نه د پردیو غلام او وطن فروش.
تر څو چي په کابل کي د افغان ملي اُردو حاکم یو مشر هم هزاره وي، تر څو چي د صحت عامې چوک د احمدشاه مسعود په نامه وي، تر څو چي د کابل د تعلم او تربیې پوهنتون د رباني په نامه وي، تر څو چي د افغانستان حربي پوهنتون د محمد قسیم په نامه وي. تر څو چي د افغانستان مېډیا د اقلیتونو په لاس کي وي، په افغانستان کی به کراري او امن و نه وینی. بالاخره تر څو چي د افغانستان د حاکمیت یو کوچنۍ ټوټه د اقلیت په لاس کي وي؛ هلته به عدالت زخمي وي. خلګ به په عذاب وي.
نوټ: پورتنی زما نظر نه دی؛ دا یو مسلم حقیقت دی. حتا که څوک په ملي دولتونو کي د اکثریت د حاکمیت خلاف وي. هغه د اسلام او وطن دوستۍ خلاف دی. صرف په پورتني پوسټ کي مي هدف دا دی چي تاسو و پوهوم چي عامو افغانانو ته ستاسو خبري، ستاسو څهره د ټول بربنډوالي سره ور ښکاره کوي.