کور / شعر / يو مُټ اوړه ـ منظوم نکل

يو مُټ اوړه ـ منظوم نکل

دا چي عاقل دی که بيده ډوب په غفلت دی
عيان خپل خان پاچا وزير باندي ملت دی
ايا پاچا وزير رئيس او مشران ستا
ايا امين د بيت المال دي اميران ستا
ته يې غافل او که عاقل يې، دا پُرسان کړه
دغه داستان درته ليکم معلوم په ځان کړه
زموږ د رسول (ص) وروسته مؤمن چي خليفه ؤ
*صديق (رض) امير ؤ او مامور په وظيفه ؤ
يوه ورځ ناست ؤ پر سترخوان سو په غوښتنه
زوجې له خپلې يې بيا وکړه دا پوښتنه
ويل شيرين شي ته مي زړه کيږي خوشبختي
ايا په کور کي کوم خوږ شی لرې نېکبختي؟
زوجې ويل خواږه هيڅ نسته نه ګبين سته
نه موږ خورما لرو نه بل شی کوم شيرين سته
راشن چي کوم ليږي و موږ ته بيت المال
پکښي خواږه نه وي نه ورته بل کوم مال
صديق (رض) څو ورځي وروسته بيا ناست پر سترخوان ؤ
ډوډۍ يې پېل کړه دی د خدای چي ثناخوان ؤ
ويني پرته چي پر سترخوان خوږه حلوا ده
په خوشبويي يې معطره هم هوا ده
له زوجې وکړه ځکه ده دغه غوښتنه
حلوا له کومه سوه جواب مي کړه پوښتنه
هغې ويل تېر ځلي تا چي کړه پوښتنه
د شيرين شي چي وکړه تا کله غوښتنه
هره ورځ ما به سپمول يو مټ له ماله
اوړه چي هره ورځ راتلل له بيت الماله
دغه اوړه مي نن بيا ولېږل بازار ته
په شير خورما چي سي بدل زموږ و ښار ته
همدا ؤ جوړه له شيرې مي کړه حلوا
چي نن پرته ده پر سترخوان دا ستا پر خوا
له ډوډۍ وروسته خليفه ووت له کوره
د بيت المال ناظم ته ورغلی پر لوره
ويل له نن څخه يو مټ اوړه به کم وړې
هره ورځ کله چي راشن زما کور ته سم وړې
په يو مټ کمو اوړو سوی زموږ ګذران دی
په دې خبره خدای خبر پر موږ نګران دی
داسي امين داسي خاکسار که يې مشران وي
خود به آباد وي يو ملت ښه به يې ګذران وي


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۵مه نېټه، بون


* حضرت ابوبکر صديق رض، د رسول الله ص صحابي، خُسر او خليفه
يادونه: دغه نکل له حياة صحابه څخه اخيستل سوی، خو پر نظم د برابرولو له پاره په مکالمو کي د الفاظو او جملو ترتيب او انتخاب د اصلي مکالمو سل په سل کي حقيقي انځور او نقل قول نه وړاندي کوي.

د ليکوال د نورو منظومو نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
________________________________

د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه