کور / سياسي / د افغانستان په لوړو زده کړو کي د ګډو پولو د اوبو یا Transboundary Waters د پوهي د نه شتون ستونزه او هغه ته د حل لاري

د افغانستان په لوړو زده کړو کي د ګډو پولو د اوبو یا Transboundary Waters د پوهي د نه شتون ستونزه او هغه ته د حل لاري

د افغانستان په لوړو زده کړو کي د ګډو پولو د اوبو یا Transboundary Waters د پوهي د نه شتون ستونزه او هغه ته د حل لاري

لیکونکی: پوهنیار احسان الله حیات

ازمیر ښار – ترکیه

 

د لوړو زده کړو سیستمونه تقریبا په هر هیواد کي یو د بل څخه توپیر لري چي هر هیواد نوموړی سیستم نظر خپل اصولو، قوانینو او د ټولني اړتیاوو ته جوړوي. پوهنتونونه تر ډیره حدهخپل په چارو کي خپلواکه وي او هر پوهنتون د پوهنځی او حتی ډیپارټمنټ تر سویې پوري خپل د درسی نصاب یا کریکولم په ترتیبولو او په هغه کي د تغیر راوستلو پوره واک او اختیار لري. په نړۍ کي هیوادونه په لومړي ګام کي خپل د ټولني د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي اړتیا او پرمختګ لپاره د لوړو زده کړوکریکولم جوړوي تر څو وکولای سي خپل ټول ضرورتونه د علم له پلوه مرفوع او مشبوع کړي. په دوهم ځل کي په دې لټه کي وي چي د نړۍ په مارکیټونو کي کومو علومو ته ضرورت دی تر څو وکولای سي هغه علومو ته هم خپل په کریکولم کي ځای ورکړي او خپل علم و بهر ته هم صادر کړي او یا هم د بهر څخه محصلین د نوموړو علومو د زده کړي لپاره ورسي. په دې کار کي ډیر علتونه نغښتي دي چي هیوادونه غواړی خپل د کلتور څخه نیولې بیا تر اقتصادي او سیاسي هدوفونو پوري له دې لیاري ځان ورسوي. د لوړو زده کړو د درسي نصاب ارزښت ته په کتلو سره، زه دلته غواړم یوازي د افغانستان د لوړو زده کړو په درسي نصاب او مفرداتو کي د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د نشته والي په اړه وږغیږم او د لوړو زده کړو وزارت پام و دې حیاتي موضوع ته را واړوم تر څو وکولای سو په دې برخه کي د پوهنتونونو استادان د ماستری او دوکتورا په سطح و روزو، د لوړو زده کړو په درسي نصاب کي نوموړې موضوع ته د تدریسولو لپاره ځای ورکړوږ

 

افغانستان د هایدرولوژي له نظره پر پنځه سیندیزه حوزو یا River Basins باندي ویشل سویدی چي دا حوزې عبارت دي له هلمند، آمو، هریرود-مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزو څخه. د دې پنځه حوزو څخه څلور یې Transboundary RiverBasins یا د ګډو پولو سیندیزه حوزې دي چي د هلمند د سیند اوبه ایران ته، د هریرود-مرغاب سیندونو اوبه ایران او ترکمنستان ته، د کابل سیند اوبه پاکستان ته بهیږي. د آمو سیند اوبه د مرکزي آسیا د هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شریکي دي. و دې ته په کتلو سره ویلای چي د ګډو پولو د اوبو د ویش او څرنګوالي موضوع د فغانستان لپاره ډیره مهمه او ارزښتناکه ده لکه څرنګه چي Thomas et al.(2016) وایې د افغانستان ۹۰٪ سطحي اوبه د ګاونډیو هیوادونو سره شریکي دي. تر کومه حده چي زه معلومات لرم، تر اوسه د هیواد په پوهنتونونو کي د ګډو پولو د اوبو مضوعات نه تدریسیږي او نه هم تر اوسه په درسي مفرداتو کي شامل سویدي. یو ځای چي د افغانستان د Transboundary Watersپه اړه ابتدایی معلومات موجود دي، هغه د امریکا د نبراسکا د اوماها پوهنتون (University of Nebraska Omaha) د افغانساتان د مطالعاتو په مرکز کي موجود دي او د لاندني لینک د لیاري لاسرسی ورته کیږي:

https://www.unomaha.edu/international-studies-and-programs/center-for-afghanistan-studies/academics/transboundary.php

چي نوموړي معلومات د انګلیسي ژبه برسیره په پښتو او دري ژبو باندي هم لیکل سویدي، خو کیدای سي د ځینو اصطلاحاتو په ژباړه کي ستونزه وي، مګر لږ تر لږه د اوبو د سرچینو د انجنیری محصلین کولای سي چي د ګډو پولو د اوبو په اړه لومړني معلومات له دې سایټ څخه تر لاسه کړي. 

 

زما په فکر د لوړو زده کړو  د وزارت لپاره ډیره اړینه ده تر څو د لوړو زده کړو په درسي نصاب کي د ګډو پولو د اوبو موضوعاتو ته ځای ورکړي. د لوړو زده کړو ملي ستراتیژیک پلان چي د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ کلونو لپاره ترتیب سویدی، په وروستۍ خاکه یا Final Draft کي پر دې باندي ټینګار کړیدی چي د تحصیلي نصاب ملي کمیټه به د هیواد د تحصیلي نصاب بیا کتنه کوي تر څو نصاب نور هم ښه کړي. که څه هم نوموړی پلان د نویو څانګو پر پیژندګلوی او هغوی ته د ودي ذکر کړیدی، خو د اوبو د سرچینو د مدیرت او پالیسی د څانګو او یا هم خصوصا د ګډو پولو د اوبو د زده کړو په اړه یې کوم خاص شی نه دی ویلی. د دې څخه پوهیدلای سو چي د نوموړي ستراتیژیک پلان په اساس به تر ۱۳۹۹ کال پوري لا نور هم په افغانستان کي د ګډو پولو د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسیو په اړه په کریکولم کي کوم شی نه ور اضافه کیږي. او که ور زیاتیږي هم، تر اوسه پوري دا موضوع نه ده په ډاګه سوې. خو د لوړو زده کړود قانون دیوولسمي مادې شپږم بند د تحصیل او څیړني د وسایلو، کتابونو، درسي او ممد درسي موادو برابرول د لوړو زده کړو د مؤسسو د دندو او واکونو څخه بولي. همدارنګه د نوموړي مادې لسم بند داسي وایی: د مؤسسو دنده او واک دا دی تر څو د ټولني د اړتیاوو مطابق، درسي نصاب نوی او یا هم هغه ته پرمختیا ورکړي،  همدارنګه د تدریس له فعالو، اغیزناکو، معاصرو او نوو تګلارو څخه ګټه واخلي. په هر صورت، د درسي نصاب تطبیقول د قانون د څوارلسمي مادې په اساس یو پروسه لري چي د لوړو زده کړو مؤسسه باید خپل درسي نصاب د ډیپارټمنټ له پریکړي، د پوهنځی د علمي شوری، د اړوندي مؤسسې د علمي شوري او د وزارت د نصاب د عالي شوري له تصویب وروسته تطبیقوي. چي دا حالت د افغانستان په پوهنتونونو کي ډیر کم دی او عملي بڼه یې تر اوسه نه لیدل کیږي.

 

د موضوع ارزښت او حساسیت ته په کتلو سره د لوړ زده کړو وزارت د دې تشي په ډکولو سره د لاندنیو تګلارو او حل لارو څخهڅخه استفاده کولای سي:

 

۱. د افغانستان د پوهنتونونو د هغه استادانو را ټولول او د هغوی سره د لوړو زده کړو په کریکولم کي د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د ور ګډولو او زیاتولو په اړه سلا مشورې کول کوم چي د اوبو د سرچینو د انجنیری او یا هم د اوبو د سرچینو د مدریت او پالیسی د انجنیری په برخه کي د ماستری او دوکتورا په کچه په بهر کي زده کړي کړي وي.

 

۲. د لنډ مهاله پلان له مخي او د علمي کادرونو د شتون په صورت کي د افغانستان د هغه ولاینونو په پوهنتونونو کي د اوبو د سرچینو د انجنیری ډیپارټمنټونه فعاله کول د لسانس په کچه په کومو کي چي د ګډو پولو سیندونه یا Transboundary Rivers موجود وي. که هغه نه وي، لږ تر لږه د اوس دپاره په مرکزي پوهنتونونو کي د ماستری په سطح د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسی څانګي فعاله کولای سو. که پر هغه سربیرهپه دې برخه کي علمي کادرونه شتون ونه لري او زه په دې ډاډه یم چي موجود دي، د لوړو زده کړو د وزارت لپاره په کار ده چي دانجنیری د څانګو هغه استادان چي همدا اوس د دوکتورا او ماستری د زده کړو لپاره بهرني هیوادونو ته استوي، باید د اوبو د سرچینو د انجنیری او په خاصه توګه د اوبو د سرچینو د مدیریت او پالیسی په څانګو کي وي.

 

۳. نه یوازي دا چي د ګډو پولو د تدریسولو موضوعات دي د انجنیری پوهنځی د بیلابیلو څانګو په کریکولمونو کي ور زیات کړل سي، بلکه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په بیلابیلو څانګو کی هم ځای پر ځای کړل سي. ځکه په انجنیری پوهنخی کي به یې یوازي تخنیکی اړخ وویل سي، اما د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی کي به یې حقوقي او سیاسي اړخونه وویل سي چي عموما د اوبو سیاست یا Hydro-Politics ورته وایی.

 

۴. وروسته تر هغه لنډ مهاله فعالیتونو چي علمي کادرونه په دې برخه کي وروزل سول، د لوړو زده کړو وزارت کولای سي چي د اوبو د سرچینو دمدیریت او پالیسي ډیپارټمنټونه فعاله کړي، په خاص ډول سره د ماستری او دوکتورا د پروګرامونو لپاره.

 

۵. د اوږدمهاله پلان په اساس، لږ تر لږه د اوبو د سرچینو د انجنیری او د هغه د مدیریت او پالیسی د یوه انستیتیوت تأسیس او فعاله کول چي د دوکتورا تر کچي د زده کړو پروګرامونه پکښي شامل وي. په دې انستیتیوت کي باید د اوبو د سرچینو د تخنیکي مطالعاتو سربیره د اوبو په اړه د نړیوالو حقوقو، قوانینو، او تګلارو په اړه زده کړي ورکول سي تر څو زده کړیالان وکولای سي د اوبو پر سر شخړو ته د سیاسي او حقوقي نظره د نړیوالو اصولو په رڼا کي د حل لاري پیدا او هم د داسي مسایلو مدیریت وکړای سي. د داسي انستیتیوت فعاله کول به د لوړو زده کړو وزارت ته لاره هواره کړي تر څو یو نوی او مکمل کریکولم په دې اړه ترتیب او پلی کړي. 

 

۶. د دې فعالیتونو د تر سره کولو سره موازي، باید د لوړو زده کړو وزارت د هیواد د ټوله دولتي او خصوصي سکتورونو سره په اړیکو کي وي کوم چي د اوبو د سرچینو د انجنیری، د هغو د مدیریت او د اوبو په اړه په حقوقي او سیاسي مسایلو کي فعالیتونه تر سره کوي تر څو د موجوده ستونزو مطابق په درسي نصاب کي هغه موضوعاتو ته ځای ورکړل سي. د دولتي سکتور مثالونه د اوبو او انرژی وزارت، د کانونو او پترولیم وزارت، د کرهڼي اوبو لګولو او مالداری وزارت او همدارنګه د چاپیریال ساتني ملي اداره ده. 

پر نوموړو حل لارو سربیره کیدای سي چي نوري حل لاري هم موجودي وي، خو که دغه ذکر سوي یې هم عملي کړل سي، او د لوړو زده کړو وزارت د نوموړي موضوع جدیت ته پام سي، زه ډاډه یم چي په هیواد کي به مو د اوبو د سرچینو د علم او په خاصه توګه د ګډو پولو د اوبو د موضوعاتو د پوهاوي په اړه یو لوی ګام پورته کړی وي. همدارنګه به وکولای سو چي خپل د هیواد له دې طبعي، حیاتي او تر هر څه ارزښتناکه مادې څخه په پوره او ښه توګه ساتنه وکړو او د هیواد د راتلونکي نسل د هوسایني او سوکالۍ سبب وګرځو.

 

خو د دې پروسې د پلي کولو تر څنګ هغه وخت خپل اصلي هدف ته رسیږو کوم وخت چي دولت د نوموړو څانګو څخه فارغه کیدونکو کادرونو ته د کار زمینه مساعده کړي، او همدارنګه په دولتي سکتور کي د ګډو پولو د اوبو د مدیریت او پالیسیو اړوند نوي بستونه جوړ کړل سي تر څو دا پروسه د یو کړۍ په توګه وي.

 

 

 

مأخذونه:

 

Thomas, V., Azizi, M. A., and Behzad, K. 2016 Developing transboundary water resources: What perspectives for cooperation between Afghanistan, Iran and Pakistan?. Afghanistan Research and Evaluation Unit, Case Study.

 

 

University of Nebraska Omaha, Centre for Afghanistan Studies. Accessed July 17, 2017 https://www.unomaha.edu/international-studies-and-programs/center-for-afghanistan-studies/academics/transboundary.php

 

 

د عدلیې وزارت (۱۳۹۴ هـ . ش)، د افغانستان د ملکي لوړو زده کړو قانون، رسمي جریده، فوق العاده ګڼه، پرله پسې نمبر: ۱۱۹۵، ۱۱ او ۱۴ ماده.

 

د لوړو زده کړو وزارت (عقرب ۱۳۹۴)، د لوړو زده کړو ملي ستراتیژیک پلان (د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ پوري) (خاکه)، ۱،۳ د تحصیلي نصاب پرمختیا، ۲۲ او ۲۳ مخونه.