کور / تازه خبرونه / د کندهار ښاروال په اړه اوازې سمي نه دي

د کندهار ښاروال په اړه اوازې سمي نه دي

د تيري ورځي راهيسي پر خواله رسنيو داسي اوازې خپريږي چيي ګواکي د کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل د ځينو ستونزو او فشارونو له امله له دندي لاس پر سر سوئ دئ يا هم له دندي لاس اخيستلو ته مجبور سوئ دئ او د ښاروال په توګه دنده پريږدي. د کندهار ښاروالۍ له خوا  د وروستيو پرمختيايي چارو او برياليو ښاري پروژو د چټک پرمختګ له امله خلګو له اوسني ښاروال سره بېسارې خواخوږي پيدا کړې ده او په پرله پسې توګه د ولسونو له خوا ستايل کيږي او د کارونو ستاينه يې کيږي خو وروستيو اوازو په کندهار کي دننه او له کندهاره بهر اندېښنې رامنځته کړي دي. 


د لراوبر همکار څو شېبې مخکي له کندهار ښاروال ښاغلي روښان ولسمل سره په کابل کي خبري وکړې او د نوموړي د دندي په اړه د اوازو خبره يې ورسره شريکه کړه، ښاغلي ولسمل په موسکا دا خبره بې اساسه وبلله او کابل ته د راتګ دليل يې په يوه رسمي غونډه کي ګډون وباله چي په رسمي سفر راغلئ دئ او ژر بيرته خپلي دندي ته ستنيږي.
دا چي د وروستيو اوازو تر شا دليل څه دئ نوموړي وويل نه پوهيږم، خو دا اوازې پخوا هم خپرې سويدي، هر وار چي کابل يا بل ځای ته په سفر له کندهاره ووځم نېخه ولي داسي اوازې خپرې سي. دغه راز يې زیاته کړه چي په ورستيو ورځو او اوونيو کي هيڅ داسي خبره نه ده مطرح سوې چي دده له دندي سره دي اړه ولري.
د کندهار ښاروال روښان ولسمل دا هم وویل چي نه له چا سره ستونزه لري او نه ګواکي څوک له ده سره ستونزه لري، بلکي برعکس له ټولو رسمي او غير رسمي ادارو، ټولنيزو او ولسي ارګانونو او عامو خلګو يې مننه وکړه چي په چارو کي يې مرسته ورسره کړې ده او  چا يې له همکارۍ ډډه نه ده کړې.
نوموړي وويل چي دخپل مسوليت او دندي پراساس به په کندهار کي خپل خدمت او پرمختيايي رغنيزو پروژو ته ادامه ورکوي څو د کندهار شريف اوسيدونکي د امکان تر بريده له هراړخيزو اسانتياو څخه برخمن اوسي.
د يادوني وړ ده چي ښاغلي ولسمل ته شپږ مياشتي مخکي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ښارجوړوني وزارت سره د همکارۍ وړانديز سوئ و. ممکن دا هم يو علت وي چي کله نوموړی له کندهاره په سفر ځي. خلګ فکر کوي چي له ستونزو سره مخامخ دی يا بله دنده ورکړه سوې ده چي نن ښاغلي انجنير روښان ولسمل دا ټولي اوازې رد کړې.