کور / سياسي / په زانګو کي کوچنى او اوه شهيدان

په زانګو کي کوچنى او اوه شهيدان

 

د حبيبيې عالي ليسه به مي هيڅکله هېره نه سي. د پنځمي ټولگۍ وروسته مي دا ښايسته ښوونځۍ د پوهي او ادب کور وو. اوږده دهلېزونه، پراخ او روښانه صنفونه، غټ چمنونه، د واليبال او فوټبال ميدانونه، پر ټوله ښوونځۍ راگرځېدلي ډبرين دېوالونه او دېوالو ته نيژدې ولاړ هغه لوړ لوړ چنارونه. د استاد شادکام رسامي، د آغلي استاد مديحې ديني علوم، د استاد سباوون د رياضي مضمون او ښووني سره جنون، د مدير لطف الله خان قهرجن مزاج، او ده تاريخ د استاد ارواح ښاد محمد داؤد محمدزي غټي توري عينکي؛ دا هرڅه مي تر اوسه په ذهن کي داسي تازه پاته دي لکه د پرون ورځ. داد ژوند هغه پړاو وو چي د ماشومتوب  څخه مي هلکني  او شعور ته لومړي گامونه پورته کول. ددغه زمان او ورسره تړلو يادونو په اړه د ويلو ډېر څه لرم؛ خو د ژوندانه د دغه خوږ پړاو او ده راتلونکي سبا د ښکلو هيلو رڼاګاني، د کورني جنګ او په هيواد کي د نا امنۍ او ورور وژني په تورو باروتي دودانو کي کله کله داسي پټي او ښکاره کېدلې لکه د دربې په ورځ چي په تورو وريځو کي د لمر وړانګي پټي او ښکاره کيږې. 
دغه ورځ مي ښه په ياد ده. د رخصتۍ د زنګ سره سم د تل په څېر په دهلېزو کي ګڼه ګوڼه سول. د همصنفيانو سره په مسخرو او بازيو مخ دکور پر خوا روان سوم. کور مو د حبيبيې عالې ليسې په تقريباً دوه کيلومترۍ کي د ختيځ و خواته واقع وو؛ چي پر دغه سيمي ده را پېچل سوي پنځو اوږدو خامه سړکانو پاي يوې غټي او پراخه  ميدانۍ ته وتلى وو، چي دغه ميداني په اوبو او چمن فرش وه او شايد په داغه خاطر يې دغه سيمي ته د " چمني" په نامه ويل. کور ته مي لا دوې کوڅې پاته وې چي يو ډېر هولناکه او شناخته شپېلکى مي تر غوږ سو. هو دا شناخته شپېلکى او ږغ وو؛ دا د هغه ړندو راکټانو ږغ وو چي د شوروي سفارت د ويشتلو لپاره د ريشخور د سيمي څخه را اورېدل او دا په دونده ډېره پيمانه را وارېدل چي د کابل ټول وگړي يې د شپېلکي او بيا د مځکي سره د موښتېدلو وروسته د هيبتناکه "غړيش" سره آشنا وه. زموږ د کور د شا د کوڅې د يوكور څخه تور دودان پورته سول. د دودانو په ليدلو مي خپل ګامونه نور هم چټک کړل او غوښتل مي چي هغه ځاي ته ژر ورسېږم، او يا شايد په دا خاطر چابک سوم چي شايد بېره را سره وه چي بل راكټ راسي او شايد دلته و نېښلي چيري چي زه روان يم.    کله چي کوڅې ته ور ننوتلم نو په ګاونډيانو ځغستاوي ګډي وې؛ ده چا په لاس کي ټکران وه، د چا په لاس کي سطلونه او اوبه وې او په چا د ماتم چيغي ګډي وې. چي و مي کتل ډيرئ ګاونډيانو د دستګير کاکا د کور پر خوا ورځغستل. د ستګير کاکا د کندهار وو او زما د پلار سره يې ښه ګاونډيتوب او اړيکي درلودلې. د دستګير کاکا د کور شين رنګه چادري دروازې ته چي ور ورسېدلم؛ دروازه د راکټ په پورزو  سورۍ سورۍ وه. د ښونځۍبسته مي په شا د وارخطايي په حالت کي ور ننوتلم چي څه ګاونډيان يو د بل سره د مرستي لپاره د بې وسۍ چيغي وهلې. د کانکريټي برنډې سره مي د خلگو په مينځ کي خپل خداي بخښلى پلار او ماما وليدل چي لاسونه يې په وينو سره دي او د کالو پرېولو په لګن کي انساني اعضاوي ټولوي. د يوې خوني چت پر مځکه پروت دى او د کور دېوالونه په وينو لړلي دي. د دغه هيبتناکه منظر په ليدلو لکه ډبرينه مجسمه پر ځاي ولاړ وم. عقل مي کار پرېښود پښې مي مړې او بې سېکه سوې؛ چي ناببره مي د پلار لوړ او قهرجن ږغ تر غوږو سو. "اې د حيوان زو وځه پر شرف دي لعنت سه!" او په ځغاسته  راپسي را ولاړ سو په ډېره عجله  يې تر څنګلي ونيولم او په يو دردنگ يې تر کور را وايستلم. په ډېر درد يې راته وويل چي چټک کورته ولاړ سه. د پلار په ښکنځلو کي مي بې وسي او مينه دواړه وه. بي وسي دا وه چي د دستګير کاکا د کورنۍ سره يې هيڅ مرسته نه سواي کولاي، او زما سره يې مينه دا وه چي نه يې غوښتل زه دغه د وينو او وحشته ډکه صحنه ووينم. 
د دستګير کاکا په شمول درې زامن دوې لوڼي او ميرمن يې ټول شهيدان سول. يو تازه زېږېدلى کوچنى زوي يې په زانګو په بله خونه کي بيده وه چي د ﷲ په امر ژوندى پاته سو. تر نني ورځي د هغه کوچني په اړه  چورت وهم، تر نني ورځي نه يم خبر چي هغه يوازي په زانګو کي کوچنى به اوس چيري وي؟ تر نني ورځي نه يم خبر چي هغه راکټ د کوم هيواد جوړ وو؟ د چا په امر توغول سوئ وو؟ او هدف يې څوک وه؟. خو اوس په دې و پوهېدلم چي هرڅه وه؛ د اجل گوله يې زما د هيواد يوه خوشحاله او ځوانه کورنۍ سوه. مهمه دا نه ده چي هغه جنګ چا او ولي کوئ، بلکه مهمه داده چي په هغه جنګ کي يوازي د دستګير کاکا په څېر افغانان تر خاورو لاندي کېدل. 

خو تر ټولو مهمه دا ده چي اوس موږ نور د نورو د ستګير کاکا ګانو او د هغو د کورنيو د ژوند د ژغورلو لپاره ږغ پورته کړو، او کوښښ وکړو چي نور زموږ په زانګو کي کوچنيان يتيمان نه سي. يو هوښيار چا ويلي دي چي "سولي ته هيڅ لاره نسته؛ سوله خپله يوه لار ده." او دعا کوم چي خداي دي افغانان پر دغه لاره برابر او روان کړي. 

(زما د ياداښتونو څخه) 
قدرت الله ( هالنډ)