کور / علمي / په کندهار کي د ليليو جوړول او د پوهني پر حالت ئې اغيز

په کندهار کي د ليليو جوړول او د پوهني پر حالت ئې اغيز

مقصود ضمير ليکنه

په دې وروستيو کي يو له ډېرو ښو خبرونو څخه، د اولسمشر له خوا په کندهار ښار کي د لوی قندهار د زده کوونکو له پاره د لیلې د جوړولو پرېکړه يو ښه خبر وو. د اولسمشر دغه پرېکړه په کندهار کي د معارف په برخه کي د ستونزو د اساسي حل له پاره او همدارنګه په راتلونکي کي په ولسواليو کي د معارف د پرمختګ له پاره یو ښه ګام بلل کېدای سي.

په تېرو ۱۲ کالو کي تر هري برخي زيات د کندهار معارف يا په شعوري او يا هم په غيري شعوري توګه داسي زيان لیدلی دئ، چي جبران به ئې ډېر وخت وغواړي. تنکي ځوانان مو د ښوونځي تر ټولګۍ او درسي سویې لوړ عمرونه لري او دا ورته سخته ده، چي ۱۲ کلن زده کوونکی دي، په اول یا دوهم ټولګۍ کي له اوه کلن زده کوونکي سره، ۱۵ کلن، شپاړس کلن او اتلس کلن تنکي ځوانان دي له نهه کلنو او لس کلنو زده کوونکو سره په درېیم او څلرم ټولګۍ کي زده کړي وکړي او دغه چاره ئې د زده کړي بهير له ستونزو ډکوي.

په کندهار کي له معارف سره زموږ د خپلو له خوا تېر او روان ظلم بېله شک څخه د دې نسل د نابودۍ او بې سوادۍ لوی عامل دئ. که سر د وختي اړونده مسوولین جدي پاملرنه ورته ونه کړي، دا نیمچه باسواده نسل به په ټولنه کي خورا بدي پایلي ولري.

د خپلو کاري تجريبو له مخي دا ويلای سم، چي د ښوونځيو په بندو ساتلو کي د وخت د چارواکو مستقيم او غير مستقيم لاس، بې غوري، شخصي ګټي او منفعت وو، چي پايله ئې د پوهني د نن ورځي حالت ته بللای سو. په ۱۳۹۳ کال کي د پوهني پر برخه د راپور جوړلو  له پاره  دامان اولسوالۍ ته(دامان ښار تر ټولو نژدې ولسوالي ده او زياتي برخي ئې اوس هم په ښار پوري تړل سوي دي او په تېرو کلونو کي د امنيتي پلوه تر ټولو ارامه ولسوالي بلل کېده او بلل کېږي) له خپل خبري ټیم سرره يوې داسي تړلي ښوونځي ته ورغلو، چي د ښوونځي په مخکي د ښخ سوي ماين د چاودني په سوب ښوونځي د دوو کلنو راهيسي بنده وه. په دغه ماين چاودنه کي د يوه زده کوونکي پښه په بجلکه کي پرې سوې وه. د کلي د اوسېدونکو په ګډون د دغه زده کوونکی،  پلار او کورنۍ ئې په دې راضي وه، چي ښوونځي دي بيرته فعاله سي، خو هيچا د دوی دغه غوښتني ته غوږ نه نیوی. ولي (!؟)

د همدې لړۍ په دوام د ارغنداو اولسوالۍ د بابړو کلي، د ژړۍ د سنځري دپير محمد کاکړ ښوونځي، ( دې ښوونځي په ۱۳۸۴ کال کي ۸ زره زده کوونکي په درېيو وختونو کي درلودل.) د همدې اولسوالۍ محمديه مدرسې ته هم ورغلو؛ هلته تر دې هم بد حالت وو. خو هيڅ کله مي د کلي د خلګو، ښوونکو او زده کوونکو د غوښتونو او حالت په اړه له اړونده مسئولينو او د هغوی پر سر له چارواکو څخه داسي ځواب تر لاسه نه کړ، چي زما وجدان دې ومني او  هغوی دي په دې موضوع کي مستقيم پړ ونه  بلم.

(نه پوهېږم، چي تاسي دا حالت د پوهني په برخه کي زموږ د خپلو خلګو له خوا شعوري تعبيروی که غير شعوري) خو ما داسي ډېر مسائل ليدلي دي، چي د پوهني مسئولين او ډېری چارواکي د پوهني د بهير له کفيت څخه څارنه نه کوي؛ بلکي د اقتصادي محور پر برابر نظارت، ټاکنه، تغير تقدير او نور د مجازاتو او مکافاتو لړۍ مخي ته وړي.

د پوهني له بهير څخه شخصي ګټي پورته کول دې ته زمينه برابره کړې ده، چي په سيمه کي قومي سټي دي، چي اکثره ئې په ښار کي اوسېږي، دا بهتره بولي، چي د ښوونکي معاش جېب ته او د ښوونځي په نوم ټول امتيازات له اړونده ښکېلو خواوو سره ووېشي.

تر ټولو بده، خو لا دا، چي يو وخت د علماوو د شورا رئيس د پوهني له رئيس څخه په دې سخت شکايت کاوه، چي ده غوښتنه درلوده، چي زما معاش کم دی او ماته دي په معروف اولسوالۍ کي د کاغذ پرمخ ښوونځي فعاله کړي.

د سيمه یيزو خلګو مجبوريتونه:

سيمه یيز خلګ د خپل مجبوريت له مخي نه سي کولای، چي په سيمه کي د ښوونځي د پرانستلو په اړه په ازاده توګه غوښتنه وکړي، ځکه هغوی مستقيم تهديد هغه قومي څټي او اړونده کارکوونکي ګڼي، چي د ښوونځيو او ښوونکو امتيازات جېبونو ته اچوي او غير مستقيم تهديد وسلوال طالبان، چي ډېر کله ئې په ښکاره نارې وهلي دي، چي له ښوونځيو له پرانستلو سره هيڅ ستونزه نه لري؛ مګر بيا هم په اولسواليو کي د ښوونځيو پرانستل په عامه توګه يو ناممکن کار بلل کېږي. مګر د زياتو ښوونځيوله پاره د ښوونکو معاشات او دښوونځيو امتيازات د کاغذ پرمخ اجرا کېږي. اوس که د پوهني رياست مشرتابه او کارکوونکي وغواړي، چي دغه بهير له ستونزو پاک کړي، لاره ځکه ورته اغزنه ده، چي همدا قومي سټي، چي په اړيکو کي اوږده لاسونه لري، دوی د کار مخه په يوه او بل نامه د خنډ سره مخامخ کوي او يوازي پر دې موافقه ور سره وي، چي ښوونځي دي د کاغذ پرمخ پرانستي وي.

د اوس له پاره اساسي لاره څه ده؟

دا، چي اوسمهال په ټول ولايت، خو په ځانګړې توګه په اولسواليو کي د پوهني بهير د فاسدو قومي سټو د لاس وهني څخه خالي نه دئ، نو یوه ښه او بدیله  لاره ئې دا ده، لکه څرنګه چي اولس مشر ئې په اړه فکر کړی دئ، چي په ښار کي دي د لیري او نا امنه اولسوالیو د شاګردانو له پاره عمومي ليليې جوړي سي.

که څه هم ورته اقدام په مخکني حکومت کي د پوهني وزارت د مخکني وزير فاروق وردګ له خوا هم سوی وو، خو د نامعلومو عواملو له مخي د هغوی دا طرحه نه ومنل سوه. د اوس له پاره دغه خبر کېدای سي، تر بل هر کار ما ته د ډېر ارزښت وړ وي، چي په کندهار ښار کي دي، د لوی قندهار د زده کوونکو له پاره ليلیې جوړي سي، څو د دې حوزې د ولايتونو او نا امنه اولسواليو زده کوونکي په ليليو کي و اوسېږي او د ښار په ښوونځیو کي زده کړي وکړي. د دې لیليو جوړول له څو پلونو څخه د  ارزښت وړ خبره ده:

1. تنکي ځوانان له جنګ له ميدان څخه راباسي.

2. د وسلوالو ډلو جلب او جذب کمېږي.

3. هغه تنکيو ځوانانو ته، چي په اولسوالۍ کي د زده کړي زمينې نه دي ورته برابري کورنۍ ئې په اساني سره کولای سي، چي بېله کوم خاص مصرف څخه ئې په دغه ليليه کي شامل کړي.

4. دغه زده کوونکي چي په ليليو کي وروزل سي، د خپلو سيمو حالت ښه ورته معلومېږي. کېدای سي، په خپلو اولسواليو او کلیو کي د بندو ښوونځيو د پرانستلو او د هغو کسانو پروړاندي ږغ پورته کړي، چي د پوهني او نورو برخو کي ئې د اولس پر حق خېټه اچولې ده.

5. دغه ځوانان تر فراغت وروسته کولای سي، چي په خپلو سيمو کي بېله کوم ځانګړی شرط او قيد څخه د ښوونکو او نورو ملکي او نظامي افرادو په صفت حکومتي وظيفې ترسره کړي.

6. په دغه ليليو کي ځوانان کولای سي، چي په ښار کي د نورو عصري زده کړو په برخه کي د لازمو فرصتونو څخه ګټه واخلي او هغوی خپل ظرفيت جوړوني ته پام وکړي.

7. هغوی به ښاري فرهنګ زده کوي.

8. له قومي تعصب څخه به لېري او د هر قوم له ځوانان سره به د انديوالۍ او همصنفيتوب پر بنا اړيکي وپالي.

9. هغوی د ښار او اولسواليو د ځوانانو تر منځ رامنځ ته سوی واټن( صحرائي ښاري ځوانان له دينه لېري او ښاري صحرائي ځوان د عصري زده کړو او پرمختګه لېري بولي) له منځه وړي.

10. هغوی سم افکار کليو او کورنيو ته انتقالوي او ناسم افکار له منځه وړي.

په لويو ښارونو کي د ليليو جوړول داسي په لسهاوو نوري ګټي لري، چي بايد پر جوړېدو ئې کار چټک او په نورو پښتني سيمو کي هم ورته اقدامات وسي.

دا په هره ټولنه کي ښار د اولسوالۍ په پرتله، لوی ښارونه د کوچنيو ښارونو په پرتله او پلازمېنه د ولايتونو په پرتله پرمختللی او په ديني او عصري زده کړو سمبال ژوند لري او دا ګټي او ښېګڼي هغه وخت ښه انتقالېدای سي، چي تګ او راتګ زيات او د وروسته پاته سيمو د ځوانانو له پاره په نسبتا پرمختللې چاپيريال کي د زده کړو زمينه برابره سي او دغه زمينه ځوانانو ته موقع ورکوي، چي د خپلي سيمي د زده کړي په پرتله په بله سيمه کي زده کړه دوه او يا هم څو برابره ګټمنه تمامه سي.

وېره او اندېښنه:

دامهال هم د هيواد د نورو سيمو ترڅنګ په کندهار کي کوچنۍ لیليې فعاله دي، چي زياتي ئې د ديني مدرسودي او دغه مدرسې او ليليې ئې د پروژو په شکل د داسي چا لاس ته لوېدلي دي، چي يوازي او يوازي ئې موخه د پيسو پيدا کول دي او هغه هدفونه، چي دولت ئې د زده کړي په واسطه انتقالول غواړي نه يوازي هغه موخي نه تعقيبوي؛ بلکي ورسره ترڅنګ مسئولين د خپل نا اهلهزړه رضا چلوي. د دې مدرسو پر لیليو ځکه د پوهني رياست اغيز کم دی، چي هر کس د خپلو اړيکو په واسطه له  مرکز څخه د ليليو او په هغه کي د سلونو زده کوونکو امرونه اخستي دي، چي دا چاره نه يوازي د پوهني په بهير کي د لوی فساد عامل بلل کېږي، بلکي د هغه مور او پلار باور پر حکومتي مدارسو کموي، چي دولت له ښه نيته په مليارډونو افغانۍ په مصرفوي.

غوښتني څه دي:

که دولت غواړي، چي دغه نوی اقدام دې ښې پايلي ولري، نو لازمه دا ده ، چي نه يوازي د ضرورت په اندازه د ليليو جوړولو ته پام وکړي؛ بلکي ترڅنګ دي ئې د دې برخي د پرمخ بېولو له پاره هم ځانګړی پاملرنه ورته وکړي. کوښښ دي وسي، چي د ليليو له پاره داسي تعميرونه ډېزاين سي، چي د درېيو طبقو ابتدايه زده کوونکو له پاره، د منځنۍ دورې د زده کوونکو له پاره او همدارنګه د لوړو صنفونو د زده کوونکو له پاره دي د ژوند کولو بېل چاپيريال ورته برابر کړل سي، چي دغه کار به نه يوازي دا چي د ليليو د نظم په برخه کي به ګټوره ثابت سي، بلکي ورسره ترڅنګ به د غير اخلاقي او نورو هغه کارونو مخنيوی هم سوی وي، چي مور او پلار ئې په ليليه کي د اولادونو د اوسېدولو له پاره زړه نه ښه کوي.

دوهم: دغه ليلیې دي په پوهني رياست کي د يوه بېل امريت له خوا د يوه ځانګړي طرزالعمل له مخي اداره سي.

درېيم:  د ټولو هغه ديني مدرسو ليليې ، چي د ښار په بېلا ـ بېلو برخو کي فعاليت کوي بايد په مطلق ډول وتړل سي او هغه زده کوونکي، چي د ديني زده کړو له پاره د نورو ولايتونو او اولسواليو څخه راغلي دي په يوه عمومي ليليه کي دي ځای پر ځای سي، چي په دې سره به ټولي هغه قومي سټي، چي په دې برخه کي د ګټي تمه لري، تمه به ئې وشکېږي.

څلرم: د ليليو زده کوونکو ته دي، د ديني، عصري او نړۍ والو ژبو د زده کړو خاصه زمينه برابره سي، څو د نا امنه سيمو ټولي کورنۍ وهڅېږي، چي د اولادونو له پاره د زده کړي له برابرو سوو اسانتياوو څخه ګټه واخلي.

 ليليو ته د پام چاره تر اوسه پوري په پلازمينه کابل کي محدوده پاته سوې ده په داسي حال کي، چي دغه چاره بايد لا د مخه جدي نيول سوې وای. د کابل په ليليو کي نه يوازي د دې غاړي؛ بلکي د ډيورنډ د هغه غاړي په خپله ژبه له زده کړي څخه محروم ځوانانو ته هم پکښي د زده کړي زمينه برابره سوې ده او دغه چاره کولای سي، چي د لوی افغانستان ناره هيڅ کله هم خاموشه نه کړي.

که حکومت د کندهار غوندي په لويو پښتني ولايتونو کي د ليليو جوړولو ته ځانګړي پام وکړي او ورسره ترڅنګ ئې له دې برخي څخه د يوه طرزالعمل له مخي ځانګړی نظارت وکړي په غالب ګومان نه يوازي په راتلونکو پنځو کالو کي به موږ په اولسواليو کي د پوهني په برخه کي ستونزي اتيا سلنه راکمي کړي وي؛ بلکي ورسره ترڅنګ به مو په اولسواليو کي د پوهني له بهير سره په بشپړه توګه تعصب بند کړي وي، د نجونو له پاره به مو د زده کړي زمينې برابر کړې وي او لېري سيمو کي به د ملکي مامورينو کار کول، د ښې حکومتدارۍ رسول، روغتيائي خدمتونه بشپړول، او نور ټول اهداف د دې موخي د لاري تعقيب کړي وي او دا هغه وخت شونې ده، چي خلګ د حکومت له هغه پلانونو څخه پراخ ملاتړ وکړي، چي پايله ئې اوږد مهاله وي.