کور / سياسي / د پاکې انرژۍ تولید د بشري ژوندانه بنسټیزه آړتیا

د پاکې انرژۍ تولید د بشري ژوندانه بنسټیزه آړتیا

Larawbar.com

Larawbar.com

بریالی نایاب

داچې نړۍ په اوس وختکې تر هرڅه ډیر د چاپیریال ساتنې په آړوند فکر کوي او دې برخې ته ډیره جدي پاملرنه لرې، د نړۍ ډیری هیوادونو په راتلونکي کې چاپیریال ته د ورپیښیدونکو زیانونو په آړه څیړنې کړي او دې ستونزې ته د یوې مناسبې حل لارې پیداکیدو په لټه کې دي، هغه هیوادونه چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه لرې او د چاپیریال پدې ډول زیان ښه پوهیږي هڅه کوي د ژوند هغه ټول امکانات پکار واچوي ترڅو د دې ستر ناورین مخه ونیسي.

د دې ستر هدف ترلاسه کولو په موخه ډیرو هیوادونو د پاریس د اقلیم بدلون د تړون پر بنسټ سره یوځای شويدياو د چاپیریال پاک ساتلو ژمنه یې کړې.

دا چې افغانستان په تیره بیا د کابل ښار هم یو د ککړو ښارونو په ډله کې ځای لري ویل کیږي چې افغانستان هم له اقلیمي نظره متاثره شوی او باید چې پدې برخه کې ګړندي او ګټور ګامونه پورته شي.

د چاپیریال ساتنې اداره هم د کابل د هوا ککړتیا ته اندیښمنه ده او وايي، که څه هم د کابل ښار هوا په وروستیو کلونو کې لږه ښه شوې ده، خو د نفوس زیاتوالی او د درې سوه زرو په شاوخوا کې د وسايطو شتون ددې ښار هوا ککړه کړې ده.

باید یادونه وشي چې د کابل او هیواد د ککړتیا اصلي لامل په هیواد کې د زړو او بیکاره وسایلو څخه د ګټې اخیستنې په پایله کې او په کابل کې د جنراتورونو څخه ګټه اخیستنه د کابل او یو شمیر ولایتونو دهوا د ککړتیا سبب شوې، نو پدې اساس افغان حکومت په هیواد کې پاکه او نوې کیدونکې انرژی له لمر او باد څخه تولید کړي.

افغانستان د نړۍ په مخ اوولسم هغه هیواد دی، چې د اقلیم د بدلون له امله متضرر شوی، د وړاندوینو پر اساس که د افغانستان اوسنی اقلیم په همدې ډول پاتې شي، نو ښايي تر ۲۰۵۰ کاله پورې دوه درجې د هوا تودوخه لوړه شي. د نړۍ عمومي تودوخه ویل کیږي چې څلور درجې لوړه شوې ده.

افغانستان که څه هم د نړۍ د تودوخې د درجې په لوړیدو کې ونډه نه لري، خو د چاپيریال بدلون په وچه کې ایسار دا هیواد زیات زیانمن کړی دی.

د دې ستونزې د حل په موخه نړیوال پدې آړوند فکر کوي هغه لارې چارې چې کولای شي وګړو ته پاکه او له ضرره پرته انرژي برابر کړي  ومومي چې په اوس وختکې له ډیزلي او ګازي بریښناوو پرځای هڅه کوي ترڅو لمرینه او بادي بریښنا چمتو کړي په افغانستان کې پدې ورورستیو څو کلونو له لمرینې بریښنا څخه د ۱،۵ میګاواټه او له بادي بریښنا څخه ۱۰۰ کیلو واټه بریښنا تولیدیږي د یادونې وړ ده چې د دې ترڅنګ په انفرادي ډول ډیر شمیر وکړو په هیواد کې ځانته پخپله لمرینه او بادي بریښنا چمتو کړې چې د هغو کره شمیر موجود نده.

د افغان حکومت د اوبو او نرژی وزارت تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په پام کې  لري ترڅو د را واردونکې بریښنا پرځای په هیواد کې دننه (۳۰۰) میګاواټه لمرینه او بادي بریښنا تولید کړي او د هغو څیړنو پر اساس چې ښکیلو ادارو تر سره کړي وړاند وینه شوې چې په هیواد کې د ۶۸۰۰۰ میګاواټه بادي بریشنا وړتیا شتون لري او کولای شو لدې لارې خپله بریښنا او نورو هیوادونو ته صادره کړو د لمرینې بریښنا په برخه افغانستان یواځیني هیواد ده چې د ځمکې پرمخ په کال کې ۳۰۰ لمرینې ورځې لري، دبادي بریښنا په برخه کې افغان حکومت په پام کې لري ترڅو تر ۲۰۲۰ کال پورې د ځان بسیاینې د پلان پر اساس ۵۰ میګاواټه بادي بریښنا تولید کړي اود چاپیریال په ساتلو کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت آدا کړي او د  راتلونکو نسلونو سره د ښه ژوند کولو په برخه کې پوره مرسته وکړي.

د افغان حکومت د انرژی د ځان بسیاینې د پلان پر اساس اټکل کیږي چې په هیواد کې دننه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د کورني بریښنا تولید کچه له ۳۰۰ میګاواټه څخه ۲۰۰۰ میګاواټه ته پورته کړي.

همدا راز د افغان حکومت او مرستندویه هیوادونو د څیړنو پر اساس ویل کیږي چې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو د انرژي  د ځان بسیاینې د پلان د عملي کیدو په موخه د ۴،۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۵ میلیارد ډالرو پورې مرستې ته آړتیا لري ترڅو د انرژي په برخه پخپلو پښو ودریږي، افغان حکومت د کولای شي د دې ستر رقم ۵۰٪ یا ۶۰٪ سلنه د بروکسل کنفرانس د بهرنیو مرسته کوونکو ډونرانو له ژمنه شویو مرستو ۳۰٪ سلنه د خصوصي سکتور په ملاتړ او پاتې ۱۰٪ یا ۲۰ سلنه یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پراختیایي بودجې څخه ورکړل شي. 

افغان حکومت له هغه وخته چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه پر اوږه د هیواد او نړیوالو قوانینو ته ژمن شوی  هڅه کوي د دې ستونزې په له منځه وړلو کې هم خپل اساسي رول آدا کړي او هیوادوالو ته پاکه انرژي برابره کړي په همدې موخه یې د انرژي په برخه کې یولړ د ځان بسیاینې پلانونه چمتو کړي او ډیرو لایاتو کې یې د لمرینې او بادي بریښنا د پروژه پلی کیدو کارونه په عملي ډول پیل کړی د بیلګې په ډول د خوست ولایت د لمرینې بریښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، د کندهار ولایت د لمرینې بریښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، د فراه ولایت د لمرینې بریښنا پروژه، د ننګرهار ولایت د لمرینې بریښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، د نغلو د لمرینې بریښنا ۱۰ میګاواټه پروژه او یو شمیر نورې لمرینې او بادي پروژې چې همدا اوس یې عملي چارې جریان لري.