کور / تازه خبرونه / لوګر: د ۳۹ ميليونه په ارزښت د دوو کانالونو چارې پېل شوې

لوګر: د ۳۹ ميليونه په ارزښت د دوو کانالونو چارې پېل شوې

راپور : شمس الله ځلاند / لوګر
د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د مومن خيلو او خوشحال خيلو کليو په امتداد د ۱۱،۵ کيلومتره د حوشحال کانال د کار د پرانيستې په مراسمو کې د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار وويل چې دغه کانال د ۱۲ ميليونه په ارزښت د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د ولسي تړون برنامې د (( ای فډ )) په مالي مرسته جوړيږي چې کار چارې به يې دشپږو مياشتو په جريان کې بشپړې شي .  

اخلاص يار په همدې مراسمو کې وويل چې ددغه کانال په جوړيدو سره به ۳۲۱ هکتاره ځمکه خړوبه شي چې د د هقانانو ډيرۍ ستونزې به ورسره اوارې او د فقر لمنه به راټوله کړي .

اخلاص يار زياته کړه چې په دغه پروژه کې به ۶۳ ورخونه ، ۳ پرچاوې ، ۳۴۰ متره محافظوي ديوال ، پلچکونه او نور اړين کارونه شامل وي .

ددې ترڅنګ دوهمه پروژه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پندې په کلي کې د پندې کانال په نوم سره وه چې ۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري .

په همدې تړاو د کليو د بيا رغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار وويل چې د غه پروژه د ۲۶ ميليونه په ارزښت د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د ولسي تړون برنامې د (( ای فډ )) په مالي مرسته جوړيږي چې کار چارې به يې د اوه ۷ مياشتو په جريان کې بشپړيږي چې ددغه کانال له لارې به ۱۰۸۰ هکتاره خمکه خړوبه شي .

د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار دا هم زياته کړه چې په دغه پروژه کې ۷۹ ورخونه ، ۹ پرچاوې ، ۳ سپر پسيج ، ۲۷۰ متره محافظوي ديوال ، سربندونه او پلچکونه هم شامل دي .

همدارنګه د ولسي تړون د برنامې مسول انجنير ظفرخان وويل چې پدې پروژه کې به ۳۲۷۲ کسان کارکوي چې پروژه به يې په مټ بشپړه او ورځينۍ اجوره به ورکول کيږي .

انجنير ظفر د محمداغې د حوشحال کانال په اړه وويل چې په دې پروژه کې به د سيمې ۱۶۳۶ ماهرکاريګر او ۶۱۰۰ تنه عادي کارکوونکي په کار بوخت شي .

اخلاص يار په هر دواړو سيمو کې ځايي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ددوی ستونزې به اوري او د حل لارې چارې به ورته لټوي او هغه چې لويې دي د لوګر ولايت مقام او د وزارت له مشرتابه سره به پرې خبرې کوي .

داپداسې حال کې دی چې دوه او نۍ وړاندې د لوګر د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست له لورې د سرکونو د دريو لويو پروژ کار پيل او يوه ګټې اخيستې ته وسپارل شوه .