کور / تازه خبرونه / د سعودي مرستندويه کمېټې د ابوحنیفة دار العلوم کتابخانې سره مرسته وکړه

د سعودي مرستندويه کمېټې د ابوحنیفة دار العلوم کتابخانې سره مرسته وکړه

مرستندويه کمېټې نوموړې کتابخانه د (4633588) څلور مليونه شپږ لکه درې دېرش زره پنځه سوه اته اتيا افغانيو په لګښت چې د (68141) اته شپېته زره یوسلو یو څلوېښت امریکایي ډالرو سره برابر دي په فرش، کتابونو، الماريو او کمپیوټرونو سمبال کړه.

دنوموړي کتابتون په کتابونو او کمپیوټرونو او مهمو وسایلو سمبالول د هغه تړونليک برخه ده چې ۲۰۱۳م کال کې د سعودي عربستان سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت سره د يو مليون ډالرو په ارزښت لاسليک کړ، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو باندې یو لک څلورويشت زره جلده ديني کتابونه او په شل زره زده کوونکو درسي بکسې او قرآن کريمونه وويشل شول، همداراز د هغې دوهمه برخه د حکومتي لويو او مشهورو دارالعلومونو ته کتابتونونه جوړول او په کتابونو او اړونده سامان آلاتو مجهز کول و. د پروژې لوموړۍ برخه چې مخکې پلي شوې، دا دی اوسمهال یې دوهمه برخه د پوره کېدو په درشل کې ده، او په همدې لړ کې مرستندويه کمېټې د دوشنبې ورځ چې د اګست د میاشتې له څوارلسمې نېټې سره سمون خوري د ابوحنیفه دار العلوم کتابخانه د (4633588) څلور مليونه شپږ لکه درې دېرش زره پنځه سوه اته اتيا افغانيو په لګښت چې د (68141) اته شپېته زره یوسلو یو څلوېښت امریکایي ډالرو سره برابر دي په کتابونو، الماريو، میزونو، چوکيو او کمپیوټرونو سمبال د حکومتي چارواکو په شتون کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د دار العلوم ابوحنیفه ادارې ته د ګټې اخیستنې په موخه وسپارله.

یاده دې وي چې د سعودي مرستندويه کمېټئ له دوه زره دوه راهيسې په ښوونيزو، روغتيایي چارو او بيړنيو مرستو په برخه کې له افغانانو سره زياتې مرستې وکړي او کوي يې.د دار العلوم ابوحنیفه مدیر ښاغلی عزیز الرحمن ناصری د خپلو خبرو په ترڅ کې د مرستندويه کمېټې څخه مننه وکړه او زياته یې کړه چې د مرستندويې کمېټې لخوا کتابخانې سره د کتابونو او سامان الاتو مرسته به زمونږ کتابخانه غني کړي په داسې حال کې چې مونږ د تحقیق یو مرکز هم پرانستی چې یقینا هغه کې د دې کتابونو او سامان الاتو اشده اړتيا وه.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د مرستندويه کمېټې هلې ځلې چې له ۲۰۰۲ څخه یې په مسلسله توګه کوي مننه وکړه او د لا زياتو مرستو غوښتنه یې وکړه.