کور / تازه خبرونه / اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کلیدي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو منظور کړې​

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کلیدي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو منظور کړې​

اروپایي ټولنې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اصلاحاتو په تر سره کولو کې د پراختیایي پالیسۍ د ښه والي، د اقتصادي پایښت د ساتنې، د عامه مالي مدیریت ښه پرمخ وړلو او د دولتي شفافیې بودیجې  د پیاوړي کولو په موخه نن د زمري میاشتې په ۳۰ مه نېټه ۱۰۰ میلیونه یورو منظور کړې. اروپایي ټولنې یاده پرېکړه د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې د اصلاحاتو له مثبتې ارزونې وروسته وکړه. یادې پیسې د دولت جوړونې د هوکړه لیک (SBC) یوه برخه ده، چې د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشتې په ۴ مه نېټه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسلیک شو.

 له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دغې مالې مرستې موخه، اقتصادي وده، د کار موندنه او د خدمتونو تضمین دی.

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، وویل " د یادې مرستې منظوري په دې معنی ده چې افغانستان په مهمو برخو لکه عامه پالیسي، لوی اقتصاد، مالي مدیریت، څارنه او د بودیجې روڼوالي کې ښه پرمختګ کړې. مونږ له مشروط میکانیزم لکه د دولت جوړونې قرارداد څخه ملاتړ کوو، اروپایې ټولنه د افغان حکومت د لومړیتوبونو په اساس د مرستې په موخه مالي اسانتیاوې برابروي تر څو دوه اړخیزې ژمنې د پرمختللي، با ثباته او په ځان بسیا  افغانستان لپاره نوي کړو. د اروپایې ټولنې د غړو او خلکو له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه کوم."

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي فرانز مایکل میلبن وویل: " له افغانستان سره د مالي مرستو منظوري له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د اوږدمهاله ژمنو ښودنه کوي، د اصلاحاتي ژمنو د پرمختګونو له بریالۍ څېړنې سره سم د اروپایي ټولنې د دولت جوړونې هوکړه لیک له ملي بودیجې سره مستقیمه مرسته کړې او د افغان حکومت لپاره لازمې مالي سرچینې برابروي، چې دا مرستې لومړیتوبونو ته په کتو سره ولګوي. د دې مرستو موخه خلکو ته خدمتونه وړاندي کول، له اقتصادي ودې سره مرسته او د بېوزلۍ کچې کمول دي.

د دولت جوړونې هوکړه لیک (SBC) د افغانستان له حکومت سره د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پر بنسټ د اصلاحاتي اجنډا په پلي کولو او د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو، چې د افغانستان لپاره د تېر کال اکټوبر په میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندي شوي وو مرسته کوي، په دې سره به ښه حکومتولي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، ولسي تړون او اساسي خدمتونه وړاندې شي.