کور / تازه خبرونه / د تورخم پوله تر شاوخوا ۲۴ ساعتونو تړل کېدو وروسته نن بېرته پرانستل سوه

د تورخم پوله تر شاوخوا ۲۴ ساعتونو تړل کېدو وروسته نن بېرته پرانستل سوه

د تورخم پوبه چي پرون د هر ډول تګ راتګ پرمخ بنده سوې وه نن د سنبلې پر ۲۶مه نېټه د غرمې پر ۱۲:۳۰بجې خلاصه سوه، د تورخم پوله وروسته تر هغه د مسافرو پرمخ بنده سوه چي کله پولي ته څېرمه يوه چاودنه وسوه چې په ترڅ کي ئې ۶ ملېشه ځواکونه او ۲ ملکي وګړي ټپيان سول، پاکستاني لوري ادعا کړې چي يو افغان د پاکستاني ملېشو لوري ته بم ګوزار کړی وو.

 افغان پوله کله ناکله د دواړو هيوادونو د ترينګلو اړيکو له امله د تګ راتګ پر مخ بنديږي.

وړاندي د پاکستان لومړي وزير شاه خاقان عباسي ويلي وو چي پر افغان پوله به اغزن تار غځوي او له افغان لوري ئې هم د ورته اقدام غوښته کړې وه. افغان حکومت د پاکستان ددې کار سره سخت مخالفت څرګند کړی دی.