کور / تازه خبرونه / امريکايي تازه دمه سرتيري به ژر افغانستان ته  ورسيږي

امريکايي تازه دمه سرتيري به ژر افغانستان ته  ورسيږي

د امريکا دفاع وزير جيمز ميتس تېر ماښام خبريالانو ته وويل چي امريکايي ځواکونه افغانستان ته د لېږلو په درشل کي دي، نوموړي افغانستان ته د لېږل کېدونکو امريکايي سرتېرو کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويل کېږي چې د ټرمپ د نوي فرمان له مخي تر درې زره زيات امريکايي فوځيان افغانستان ته لېږل کېږي .د امريکايي چارواکو په وينا چي دا پوځيان به په جګړئيزو ماموريتونو کي برخه نه اخلي بلکي ددوی عمده وظيفه به افغان سرتېرو ته روزنه او د هغوی سره د استخباراتي مالوماتو شريکول وي.​