کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ۱۰ مېګاواټه برېښنا پروژه پرانستل سوه

په کندهار کي د ۱۰ مېګاواټه برېښنا پروژه پرانستل سوه

د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ د عقرب د مياشتي پر ۲ نېټه کندهار ته په رسمي سفر راغلی وو.

د ښاغلي عبدالله د راتګ هدف په کندهار کي د لمريزي برېښنا د يوې پروژې پرانستل وو، دا پروژه به د کندهار ښار په ختيځ کي د لمريزي برېښنا يو سيسټم فعاله کوي، د ياد سيسټم د فعاله کولو چاري د يوې هندۍ کمپنۍ پرغاړه دي او لکښت ئې ۲۰ مليونه ډالره دی.

ددغه سټېشن په فعاله کولو سره به کندهار د ۱۰ ميګاواټه برېښنا څخه برخمن سي، چي ډېره برخه ئې کېدای سي د کندهار صنعتي پارک ته ورکړل سي.

ډاکټر عبدالله وويل ددې پروژې په تکميلېدو به د کندهار د فابريکو د برېښنا ستونزه حل سي.

د کندهار په صنعتي پارک کي د برېښنا د دوامداره نه شتون له امله ډيري کارخاني تړل سوي دي او په دې برخه کي  پانګه اچونه ټکنۍ سوې ده. د صنعتکارانو په خبره که د برېښنا ستونزه حل سي زيات هيوادوال به په صنعتي پارک کي پانګونه وکړي او د يادو کارخانو په فعاله کېدو به تر ډېره د بهرنيو هيوادونو د خوراکي، څيښاک او نورو استعمالي توکو مخه ونيول سي او  پر ځای به ئې په کور دننه  کي توليدسوي توکي د خلګو اړتيا ورپوره کړي.