کور / تازه خبرونه / د پاکستان د فوځ مشر کابل ته راځي

د پاکستان د فوځ مشر کابل ته راځي

ټاکل سوې ده سبا يکشنبه د پاکستان د فوځ مشر جنرال قمرالدين باجوه کابل ته راسي.

جنرال باجوه به د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ، د پولو د امنيت او ځينو نورو موضوعاتو په هکله خبري وکړي.

په دې وروستيو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي خړ پړ سوي دي. افغان حکومت او نړيواله ټولنه پر پاکستان فشار راوړي چي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستان تل ويلي چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي ئې ډېره قرباني ورکړې.

په سيمه کي د امريکا د تګلاري د اعلان وروسته دا د پاکستان د فوځ لوړی پوړی چارواکی دی چي افغانستان ته راځي. تېره اونۍ د امريکا دفاع وزير جنرال جېمز مټېس او د د ناټو عمومي قوماندان کابل ته راغلي وه.