کور / راپور / د بشري حقونو نړيوال سازمان: ايران د سوريې جګړې ته افغان ماشومان ليږي

د بشري حقونو نړيوال سازمان: ايران د سوريې جګړې ته افغان ماشومان ليږي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ په يو تازه راپور کي وايي چي د ايران (انقلابي ګارډ) افغان ماشومان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي. ياد سازمان وايي په سوريه کي څوارلس کلن ماشومان د الفاطميون په لوا کي د حکومت په پلوۍ په جګړه بوخت دي، د الفاطميون لوا ‌ډېری جنګيالي افغانان دی او د ايران ملاتړ ورسره دی.

له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان په جګړئيزو ماموريتونو کي ګومارل د نړيوال قانون له مخي جنګي جرم دی.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان پلټونکو د قبرونو د ډبرليکونو داسي انځورونه خپاره کړي چي ښيي په سوريه کي د وژل سوو جنګياليو دي، ياد سازمان داسي اته افغان ماشوم جنګيالي پېژندلي دي چي په سوريه کي جنګېدلي او هلته وژل سوي دي.

ايراني رسنۍ هم دا ډول پيښي تاييدوي.

دې ته ورته نوري پيښي هم ثبت سوي دي چې افغان ماشومان په سوريه کي جنګيږي او ځيني ئې د جګړې پر مهال وژل سوي دي.

په ايران کي افغان مهاجر د سختو کړاوونو سره مخ دي، چي کله ناکله د ايران د حکومت د سخت فشار لاندي وي.

څېړونکي وايي د افغان مهاجرو سره د ايران بده رويه ددې سبب سوې چي ځيني افغان تنکي ماشومان د خپلي کورنۍ د خونديتوب لپاره د جنګياليو په ليکو کي شامليږي. په دوی کي داسي کم عمره ماشومان هم سته چي خپل عمر د اصلي سن څخه زيات ښيي تر څو په اسانۍ د جنګياليو په ليکو کي قبول سي.

په دوی کي د ځينو کورنيو غړو خبري رسنيو ته ويلي دي چي ماشومانو ئې ځکه تر خپل عمر ځانونه مشران ښودلي وه چي د فاطميون په لوا کي د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د منځني ختيځ د څانګي مشره ساره ليا ويټسن وايي: ايران بايد ژر تر ژره دا چاره ودروي، سوريې ته لېږل سوی افغان ماشومان بايد بېرته راستانه کړي، ددې پر ځای چي ايران کمزوري کډوال او مهاجر په دام کي را ښکېلوي بايد د ټولو ماشومانو حمايت وکړي او هغه مسؤول کسان چي افغان ماشومان ئې د جنګياليو په ليکو کي ګمارلي دي بايد حساب و کتاب ورسره وکړي.

ډېری دا ماشومان په سوريه کي تر وژل کېدو وروسته د ايران په هديرو کي ښخيږي.

هغه کسان چي ددې پروسې له لاري ګومارل کيږي ( د حرم مدافعين) اصطلاح ورته کارول کيږي.

د يو ماشوم د قبر پر ډبرليک همدې ماشوم ته د حرم د مدافع اصطلاح کارول سوې وه او عمر ئې ۱۸ کاله ښودل سوی وو، خو کورنۍ ئې وايي چي عمر ئې له ۱۸ کاله کښته او ماشوم وو.

د يوه ماشوم پلار وايي: زما د زوی پر قبر د زېږېدلو نېټه ۱۹۹۵ ليکلې وه خو دی په ۱۹۹۹ کي زېږېدلی وو، ده د خپل اصلي عمر څخه ځکه ځان لوړ ښودلی وو ترڅو د جنګياليو په ليکو کي قبول سي، خو مسؤولينو د زېږېدني د نېټې اسناد نه وه ترې غوښتي، همدا وو چې له کوره ولاړی او برخليک ئې مرګ سو.