کور / راپور / ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لوی درستيز سره پر مهمو موضوعاتو خبري کړي دي

ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لوی درستيز سره پر مهمو موضوعاتو خبري کړي دي

د پاکستان لوی درستيز جنرال قمرالدين باجوه د يکشنبې په ورځ غرمه مهال کابل ته راورسېدی. جنرال باجوه د افغان ولسمشر اشرف غني سره پر ځينو مسائلو خبري وکړې.

ارګ وايي اشرف غني د جنرال باجوه سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اقتصادي او ترانزيټي اړيکو، د پولو پر ساتلو او نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.

د ارګ لخوا په خپره سوې يوې اعلاميه کي راغلي چي اشرف غني د جنرال باجوه سفر مهم ګڼلی او ويلي ئې دي چي د اړيکو د سمون او د حالاتو د بدلېدو لپاره دا سفر يو نوی فصل دی.

د افغانستان لپاره د امريکا د تګللاري د اعلان وروسته دا افغانستان ته د پاکستان د مهم چارواکي لومړی سفر دی. تردې وړاندي تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جنرال جيمز مټيس او د ناټو عمومي قوماندان افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغله.

په دې ورستيو کي پاکستان د نړيوالو تر فشار لاندي دی چي بايد د ترهګرو په ځپلو او د هغوی د پټنځايونو په له منځه وړلو کي جدي اقدامات وکړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستان تل ادعا کړې چي د تروريزم په له منځه وړولو کي ئې ډېره قرباني ورکړې ده.