کور / راپور / د امريکا لوی درستيز: پاکستاني استخبارات د ترهګرو شره اړيکي لري

د امريکا لوی درستيز: پاکستاني استخبارات د ترهګرو شره اړيکي لري

د امريکا دپوځ لوی درستيز جنرال جوزيف ډانفورډ وايي: د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی اس آی) او د سختدريځو ترهګرو ترمنځ اړيکي سته.

دا خبري جرال ډانفورډ د امريکا د سنا مجلس د وسوالو خدمتونو په جرګګۍ کي د يو سناتور د پوښتني په ځواب کي وکړې.

جنرال ډانفورډ ددې ترڅنګ دا هم وويل چي افغانستان ته د پاکستان د لوی درستيز سفر هيله بخښونکی دی او د داړو هيوادو د اړيکو د سمېدو لپاره ښه هڅه ده.

ده وويل: " په دې اونۍ کي کابل ته د جنرال باجوه سفر هيله مند کړي يو، تېره يکشنبه ئې د افغان چارواکو سره ښه مجلسونه درلودل چي زموږ مشرتابه هم ددې ليدنو کتنو په جريان کي دی".

جنرال قمرالدين باجوه د اکتوبر پر لومړۍ کابل ته راغلی، د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره ئې د ترهګرۍ ضد جګړې، د دواړو هيوادو پر اړيکو، د سيمي پر امنيت، سوداګرۍ او يو لړ نورو موضوعاتو خبري وکړې.

ولسمشر اشرف غني افغانستان ته د جنرال باجوه سفر د اړيکو د سمون په يو نوی فصل ياد کړ.