کور / راپور / چارواکي وايي: د برقی تذکرو د وېش لړۍ را روانه مياشت پيليږي

چارواکي وايي: د برقی تذکرو د وېش لړۍ را روانه مياشت پيليږي

د برېښنايي تذکرو د وېش ادراه وايي راتلونکې مياشت به د تذکرو د وېش لړۍ پيل سي.

د دې ادارې رئيس همايون محتاط وايی: د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام سم پرمخ روان دی او عملياتي اړخ ئې نهايي کېدونکی دی.

د نوموړي په وينا شپږ زره پرسونل ددغه پروګرام لپاره په دندو ګومارل سوی دی. همدارنګه د څلورو مرکزونو کار بشپړ سوی او د پنځم مرکز کار روان دی. ددې ترڅنګ د مخابراتو وزارت چي د ټيکنالوجي په برخه کي ددغه ادارې همکار دی هم پوره چمتوالی نيولی دی.

د تذکرو د وېش په لومړي پړاو کي به د کابل ولايت هغه پنځه سوه زرو کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړل سي چي وړاندي ئې هويت تاييد سوی دی.

په برېښنايي تذکرو کي د افغان او قوم کليمې هم ذکر سوي دي.

د روان کال په حمل کي هم نوموړي ادارې ويلي وو چي په راتلونکو دريو مياشتو کي به د وېش پروګرام پيلوي خو تر اوسه دا چاره نه ده پيل سوي.

د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د څو کلونو راهيسته د بېلابېلو لاملونو له مخي ځنډېدلې پاته ده.