کور / خبرتیا او پيغامونه / د شاه محمود حصین د مړینی په مناسبت د نیاز محمد مومند د خواشینی پیغام

د شاه محمود حصین د مړینی په مناسبت د نیاز محمد مومند د خواشینی پیغام

۱۳-۱۰-۲۰۱۷

د شاه محمود حصین د مړینی په مناسبت د نیاز محمد مومند د خواشینی پیغام 


 څه موده مخکی د شاه محمود حصین د ناروغتیا څخه خبر شوم، په تلیفون مې ورسره خبری وکړی، وروسته چی د جرمنی په روغتون کې بستر و، د یو کوچنی پیغام په ترڅ کې مې د هغه د روغتیا هیله وکړه او دا دی نن په ډیری خواشینی سره خبر شوم چی شاه محمود حصین له دي نړۍ څخه لاړ او شاته یی خپل خپلوان، دوستان اوملګری ټول غمجن پریښودل.

مرګ حق دی او هر چاته په خپل وار راروان دی. خو د شاه محمود په مرګ نه یواځی د هغه کورنۍ او پوره ولس زیانمن شه بلکی یو لوی سیاسی مکتب ته نجبرانیدونکي زیان واوښت. شاه محمود حصین په ملګرو ډیر ګران و. هغه د ملګرو په زړونو کې ځای او ځانګړی مقام لاره. دغه مقام هغه ته چا په تحفه کې نه و ورکړی بلکی هغه ته د خپل کار، زیار، صداقت، فداکارې او مبارزی ته د ژمنتیا له امله په لاس ورغلی و. د هغه ژوند او مبارزه ویاړمنه او الهام ورکونکي وه. د هغه ژوند او مبارزه یو مشال و چی پخپله سوزیده او نورو ته یی رڼا ورکوله. افسوس چی مونږ ډیر بی وخته له دغې رڼا څخه بی برخې شو. زه په داسی حال کې چی په دغه لوی ویر کې ځان شریک بولم، وایم چې لوی خدای دي د هغه درنې کورنۍ، پتمنې میرمنې او نازنینو بچیانو ته لوی زغم او صبر ورپه برخه کړی. لوی خدای دې ارواښاد حصین ته بهتر جنتونه ور په برخه کړی. روح دي ښاد او یاد دي تل پاتې وی.