کور / راپور / په پکتيا کي هوايي بريدونو ۳۵ وسلوال مخالفين وژلي

په پکتيا کي هوايي بريدونو ۳۵ وسلوال مخالفين وژلي

د پکتيا چارواکي وايي په هوايي بريدونو کي ۳۵ وسلوال مخالفين وژل سوي دي. د پکتيا د ولايت له مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي دا بريدونه  پټان ولسوالۍ د توپ سر، مڼې ناره، کوچ حرم، بام سر،شيدې ناره او زونډو سر په سيمو کي سوي دي او د ابوبکر افريدي په نوم د مشهور طالب قومندان په شمول ۳۵ وسلوال وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

چارواکي د وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا په داسي وخت کي کوي چي نن د پکتيا پر امنيه قومندانۍ ډله ايز ځانمرګو بريدونو د پکتيا د امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبيدي په ګډون شا وخوا ۴۰ تنه وژل سوي او ۱۵۰ تنه ژوبل سوي دي، په وژل سوو او ټپيانو کي د تذکرو او پاسپورټونو لپاره راغلي ملکي وګړي او د پوهنتون د ليليې محصلين هم سته.