کور / راپور / د ميوند ولسوالۍ په چشمه قرارګاه کي ۴۳ سرتيري وژل سوي دي

د ميوند ولسوالۍ په چشمه قرارګاه کي ۴۳ سرتيري وژل سوي دي

د ميوند ولسوالۍ پر چشمه قرارګاه تېره شپه وسلوالو بريد وکړ چي په پايله کي ئې ۴۳ افغان سرتيري ووژل سوه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي تېره شپه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د ميوند ولسوالي د چشمه پر قرارګاه وسلوالو بريد وکړ چي وروسته نښته رامنځ ته سوه.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل: تېره شپه ۲:۳۰ بجې پر قرارګاه باندي لومړی د ټانک په واسطه بريد وسو، ورپسې وسلواله نښته رامنځ ته سوه، چي په پايله کي ئې ۴۳ افغان سرتيري ووژل سوه، ۹ تنه ژوبل سوه، ۶ تنه لادرکه دي او ۲ تنه ژوندي پاته سوي دي.

د وزيري په وينا په ياده پېښه کي ۱۰ تنه وسلوال مخالفين هم وژل سوي دي.

دپيښي مسؤوليت طالبانو منلی او د لسګونو سرتيرو د وژلو ادعا ئې کړې ده.

دا پېښه په داسي وخت کي رامنځ ته سوې ده چي دوې ورځي وړاندي د پکتيا پر امنيه قومندانۍ دوه ځانمرګي بريدونه وسول او وروسته وسلواله جګړه ونښته او په نتيجه کي ئې ۱۷۰ کسانو ته  مرګژوبله واړول، چي په دې کي د پاسپورټ او تذکرو لپاره ملکي مراجعين او د پوهنتون محصلين هم شامل وه.

په دې وروستيو کي په افغانستان کي وسلوالو بريدونو زور اخستی چي د حکومت او وسلوالو ترڅنګ پکي زياتو ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.