کور / راپور / په کابل او غور کي پر مسجدونو بريدونو مرګژوبله اړولې ده

په کابل او غور کي پر مسجدونو بريدونو مرګژوبله اړولې ده

د راپورونو له مخي نن ماځيګر د غور ولايت د دولينه ولسوالۍ د خواجه ګان په سيمه کي پر يو مسجد ځانمرګی بريد سوی دی.

د لومړنيو راپورونو پر اساس په ياد بريد کي د سيمي د يو مخور قومندان فضل احد خان په ګډون شاوخوا دېرش تنه لمونځ کونکي وژل سوي دي.

په ورته وخت کي د ماښام د لمانځه پر وخت په کابل کي د دشت برچي په سيمه کي د امام زمان پر مسجد جامع هم يو ځانمرګی بريد سوی دی. د کابل په بريد کي تر دې دمه د ۲۰ کسانو وژنه او د ۴۰ نورو لمونځ کونکو ژوبله تائيد سوې ده.

د امام زمان پر جومات د پيښي پړه داعش پر غاړه اخستې ده.

پر مسجدونو بريدونه په دې وروستيو کي زيات سوي دي چي يو لامل ئې د داعش ډلي رامنځ ته کېدل دي. تر ډېره دا ډول بريدونه د شيعه ګانو پر جوماتونو کيږي او پړه ئې داعش ډله پر غاړه اخلي.

په دې ورستيو کي په افغانستان کي ځانمرګو بريدونو زور اخستی دی او د افغان ځواکونو ترڅنګ زياتو ملکي وګړو ته هم مرګژوبله پکي اوښتې ده.