کور / راپور / د پوهنتون محصلينو ته د فراغت سندونه ورکړه شوه

د پوهنتون محصلينو ته د فراغت سندونه ورکړه شوه


دکندهارپوهنتون دطب پوهنځۍ فارغينوته دتحصيلي اسنادوياديپلوم دويشنې لړۍ پيل شوه .



دالمړي ځل دي چې دکندهارپوهنتون دطب پوهنځۍ فارغو شويو محصلينوته دمعتبروتحصيلي اسنادو ياديپلوم لړې پيل شوه چې په لمړي قدم کې دمعالجوي طب  د١٣٨٦ لمريز هجري کال يوپنځوس تنو فارغينو ته چې دوي تنه يې نجونې وي ديپلومونه ورکړل شول .




دکندهارپوهنتون رئيس ډاکټر حضرت ميرتوتاخيل دلوړو زده کړو وزارت داکار ډير مهم وباله کوم چې له کبله به يې فارغ شوي ځوان ډاکټران دهيوادپه داخل او بهر کې دخپلو حقوقو څخه برخمن شي .
ښاغلي توتاخيل په دې اړه زياته کړه .




((دلوړو زده کړو وزارت دپلان لمخې به داديپلومونه نه يوازې دطب بلکې دټولو پوهنځيو فارغينو ته ورکړل شي . ددې لپاره چې دګډوډۍ مخه نيول شوي وي نو دلوړو زده کړو په وزارت کې دفارغينو لپاره يوکمپيوټري سيستم جوړشويدي چې دهغې په سبب به نوموړي ديپلومونه فارغينوته ورکول کيږي ))




خوبل پلو دکندهارپوهنتون دطب له پوهنځۍ څخه فارغو شويو ځوانو ډاکټرانو دنويو ديپلومونو په ډيزاين ، اوپه هغې کې په انګليسې ژبه دفارغ شوي دشهرت په نه موجوديت باندې نيوکه کوله . په دې اړه دوو تنو يوپربل پسې کندهاررا ډيو ټلويزيون ته داسې وويل :
((زمانوم عبدالولي دي .  په دغو نويو ديپلومونو کې دتصوير ځاي نشته اوبله ستونزه پکښې داده  چې داديپلوم يوازې په پښتو اودري ژبو باندې ليکل شويدي حال داچې که وغواړو بهرته ولاړ شو نوبيازمونږ دهويت په معرفي کي انګليسي ژبه زياته داهميت وړ ده . اوپه دې ديپلوم کې په انګليسي ژبه دپوهنتون څخه دفارغ شوي هويت ندي ليکل شوي . ))
يوه بل فارغ شوي ځوان ډاکټرفضل الرحمن وويل :
((که زمونږ څخه داديپلوم ورک شي نوبل څوک زمونږ له حقوقو څخه ګټه پورته کولاي شي داځکه چې داديپلومونه دعکسونو ځاي نلري او دوهم داچې په دي ديپلوم کې کوم مشخص پرلپسې نمبر ته هم ځاي ندي ورکړل شوي نوکچيري دنورو  زده کړو لپاره مونږ بهرنيوهيوادونو ته ځو نوزه فکر کوم چې دهغو هيوادونو سره به داسنادوپه منلو کې مونږ له ستونزوسره مخ شو . )) 




كندهارپوهنتون دخپل اتلس كلن فعاليت په بهيرکې  دټولو هغو ستونزو سره سره چې ورسره لاس او ګريوان دې تردامهاله دطب ، انجنيري ، كرهڼې او ښوونې او روزنې له پوهنځيو څخه بشپړ اته سوه ديرش تنه محصلين ټولنې ته  وړاندې كړي .
او اوس هم د كندهارپوهنتون په څلورو پوهنځيو  كې ۱۲۰۰ تنه محصلين چې څلورشپيته تنه يې نجونې دې په زده كړه بوخت دي  اود۸۶ تنو استادانو لخوا زده كړه وركول كيږي . 


د کندهار راډيو تلويزيون له ادارې نه په مننه