کور / راپور / اشرف غني په پکتيا کي د ګڼو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو ژمني وکړې

اشرف غني په پکتيا کي د ګڼو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو ژمني وکړې

اشرف غني چي د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته په سفر تللی وو هلته ئې د سياسي، اقتصادي، پوځي او بيا رغوني اړوند وينا وکړه.

ولسمشر په داسي حال کي پکتيا ته سفر وکړ چي تېره اونۍ د همدې ولايت پر امنيه قومنداني ځانمرګي بريدونه وسول چي په نتيجه کي ئې د امنيه قومندان په شمول ۶۰ تنه ووژل سول او ګڼ شمېر نور ټپيان سول.

اشرف غني د پکتيا والو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ لپاره همدې ولايت ته سفر وکړ.

ولسمشر د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو په غبرګون کي وويل: اغزن تار دواړو غاړو ته پراته اولسونه نه سي بېلولای.

ښاغلي غني وويل: هغه خلګ چي غواړي موږ د خاردار سيم له لاري بېل کړي بيا دي فکر وکړي، موږ توپو او طيارو نه کړو بېل، څو اغزن سيمونه څو قيچۍ غواړي، خاردار سيم تاريخ نه شي قطع کولای، مينه او وينه د بېلېدو نه دي

ولسمشر غني همداډول پر وسلوالو طالبانو د سولي ږغ وکړ او زياته ئې کړه چي د څلوېښتو کلونو په ترڅ کي اوس د سولي لپاره ترټولو ښه چانس دی. دده په خبره که طالبان سوله ونه کړي وبه ځپل سي.

ددې ترڅنګ اشرف غني د پکتيا ولايت سره د بيارغوني، برېښنا او روغتيا په برخه کي د ګڼو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو ژمني هم وکړې.