کور / راپور / د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي ۱۲تنو وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي ۱۲تنو وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قومندانۍ په وينا تېره شپه د همدې ولايت د ده افغانان او زيارت کلا سيمو کي د افغان ځواکونو لخوا شپني عمليات سوي دي، چي په نتيجه کي ئې ۱۲ تنو طالب وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د يوې خبرپاڼي له مخي چي امنيه قومنداني خپره کړې ويل سوي چي عمليات تېره شپه ۱۲ بجې د ميدان وردګو ولايت د ده افغانان او زيارت کلا سيمو کي د افغان هوايي ځواک او افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره سوي دي، په يادو عملياتو کي ۷ تنه طالبان وژل سوي او ۵ تنه ټپيان سوي دي.

د چارواکو په وينا په دې عملياتو کي افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.