کور / راپور / په هلمند کي ۲۷ طالب وسلوال وژل سوي دي

په هلمند کي ۲۷ طالب وسلوال وژل سوي دي

د هلمند چارواکي وايي په دغه ولايت کي د افغان ځواکونو په عملياتو کي د پنځو طالب قومندانانو په ګډون ۲۹ تنه وسلوال جنګيالي وژل سوي دي.

د هلمند ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په یو خبرپاڼه کي ويل سوي چي دا عمليات د سنګين، نادعلي او واشېر ولسواليو کي سوي دي چي په ترڅ کي ئې د پنځو قومندانانو په ګډون ۲۹ تنه وسلوال طالبان وژل سوي او دوه تنه ئې ژوندي نيول سوي دي.

د خبرپاڼي له مخي په يادو عملياتو کي يوه عراده کرولا، درې عرادې موټرسيکلان، يو ميل کلاشينکوف، او يوه پايه ايکم مخابره امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي. همدا راز شپږ عرادې موټرسيکلان او د وسلوالو مخالفينو يو مهم مرکز د هوايي ځواکونو په بريدونو کي له منځه تللي دي.